کور / #PTM / منظور زندان او ازادي؟

منظور زندان او ازادي؟

ليکوال:   بشرمل ناصر

دپښتانه قام ننګيالي زلمي او خويندي دي ديوالي چيغه توده وساتي او لراوبر افغان داورپه لمبو کې سوځي جې جرته افغان ژوند کوي هغو ته يې تاو رسېږي په محکومه پښتونخوا ، افغانستان ، بلجيم او نورو هېوادونو کې لاريونونه وشو او له پښتانه سره چې کوم جبر کېږي او پنحاب يې کوي دهفو په خلاف يې لاريونونه وکړل دنړۍ ټول هېوادونه يې خبرکړل چې پښتون ژغورني غورځنګ مشر او دهغو پلوي يوه رښتنې ناره کوي په چا يې داسي تېرى نه دى کړى چې په زوره دهغو شتمنې ځينې وړي د انسانيت په چوکاټ کې دخپل حق غوښتنه کوي او دغه ناره باچاخان بابا او خان شهيد کوله چې دواړو زندانونه تېرل کړل د تور فرنګ له لاسه يې ژوند تريخ و ـ هغه وخت پښتنو دکفر ټاپې باندې ولګولې د کلي امام ډېر ښه رول په کې ولوبولى د دوى مبارزه يې ټکنۍ کړه چې ورور د ورور پوښتنې ته نه ورتلى هغه يوه ته د جومات امام ويلي و ، چې پښتونخوا کې دى د پښتونستان ناره کوي کافر دى د فاتا دعا ته به نه سره ورتلو ټول تربورونه يې په جنجال سره اړولي و ـ چې کله به يې ماشوم مړشو د کلي امام به جنازه نه ورکوله چې دا دپښتونخوا د کورنۍ دى ـ له هغه وخته واخله تر نن ورځې پورې يې د پښتانه تحريک ته خنډونه جوړ کړي دي د هرچا په ذهن کې يې دا ور اچولي دي ـ چې غږ ونه کړې سبا به يو ځاى مړ پروت يې او غريب سړى يې خپله مزدوري کوه ـ دهغو پښتنو دافکر ناسم دى چې دوى سياسي مبارزه کې ګډون نه کوي دخپلو مشرانو ترشا نه درېږي ـ که چيرې ټول لاسونه سره ورکړي تر دې به ډېر عزت ولري په خپلو شتمتيو به يې واک وي دبل هېواد مزدورۍ ته به اړ نه وي دغلامۍ ژوند به نه کوي ټول لراوبر افغانان د  بل هېواد مزدورۍ پسي وتلي دي د دوى په شتمنيو کې نور خلک خوندونه اخلي او په ټولو يې ژوند زنداني کړى دى چې ستا په خاوره کې شتمنې به زه خورم او پښتون به وژل کېږي لا هم د زندان په تورو شپو کې به شپې تېروي او ترڅو پورې  و دې سوال ته به ځواب کله پيدا شي د ا امتحان ختمېده لري او که نه ؟
د با چا خان او خان شهيد مبارزې دومره رنګ راوړ چې هغوى خيل ژوند دقام د ويښولو په خاطر قرباني کړ او قام لاهغسي د غم په خوب ويده پاتې دى او ځينه ځوانانو ، شاعرانو سره دپښتونستان پر ځاى دکشمير غم دى چې هغه ډېر ورته ارزښت لري دخپل کور اور نه مړ کوي دبل کور ته يې له خپله کوره اوبه ور اخيستې دي چې هغه ووژني ـ دننک ميدان تل پښتنو ګټلاى دى خو دلته ستوتزه داده چې اوس پښتانه په سلو لارو روان و ـ اوس منظور پښتين مبارزې رنګ راوړى دى چې دټولو درد او چيغه يې يوه کړه دنړۍ تر هرکونجه يې چيغې ځان ورساوه ـ منظور پښتين که زندان کې وي او که ازاد ؟
اوس نارې تسلسل پيدا کړ د ا ناره نه سړېږې بايد لا پسي توده شي دزندان له در وازو ويره نشته د مرګ په کيسه کې نه دي په څو واري بې ګناه تنکي ځوانان ووژل شول او تل وژل کېږې د ملالې ټپه يې ژوندۍ ساتلې ده ـ جې په غورځنګ کې ثناء اعجاز ، وړانګه لوڼۍ او داسي ډېرې خويندې له وروڼوسره څنګ په څنګ رواني دي او مبارزه کوي ـ که چيري دسيال ژوند کول غواړئ د خپل حق له غوښتنې مه اوړئ پښتانه هسي هم وژل کېږي د قام په ننګ کې به تاريخ درباندې وياړي د غورځنګ تحريک په دې نه کمزورى کېږي چې منظور پښتين ، علي وزير ، محسن داوړ او لا نور ملګري زندان ته واچوي د پښتانه کهول کې هر يو منظور پښتين ، علي وزير او محسن داوړ دى ـ چې څومره زخمي کېږي دومره يې عقيده ټنګېږي او  له خپلې خبرې نه اوړي ځان مرګ ته ورکوي خو خپله ژمنه ترسره کوي د پنجاب بادار دي داخوب نه ويني چې ارمان شهيد ، نقيب شهيد شو اوس به ترفشار لاندې راشي د پښتنو ميندي د  اولاد له مرګ سره اشنا دي ـ تاسو خپل دريځ بدل کړئ چې دپښتانه او لراوبر افغان له وژني لاس واخلئ هغه وخت لري نه دى چې سبا ته په زندان کې يې او حساب درسره کېږې چې دځواب ورکولو توان دي نه وي د پښتانه غچ پاتې نه لري خو يووخت به لا درسره وشي په ځان د جبر پورنه مه ډېره وه.