کور / راپور / پاکستان کي د کرونا وايرس له امله تعليمي ادارې بندي سوي دي

پاکستان کي د کرونا وايرس له امله تعليمي ادارې بندي سوي دي

په پاکستان کي د کرونا وايرس د تاييد وروسته په سند او بلوچستان کي تعليمي ادارې تړل سوي دي.

راپورونه وايي، چي په پاکستان کي د کرونا دوې مثبتي پېښي تاييد سوي دي او په اخته کسان يې تازه له ايران څخه دغه هيواد ته راغلي وه.

د کرونا وايرس مثبتي پېښي يوه په کراچي او بله په اسلام اباد کي رامنځ ته سوې ده.

ددغه خبر د خپرېدو وروسته په بلوچستان کي د مارچ تر ۱۵ نېټې پوري تعليمي ادارې رخصت سوي دي او همداراز په سند صوبه کي د دوو ورځو لپاره دولتي او تعليمي ادارې تړل سوي دي.

کرونا وايرس چي په لومړي ځل په چين کي رامنځ ته سوی وو اوس يې د نړۍ نورو هيوادو ته هم سرايت کړی دی. او په ايران کي يې اووه کسان وژلي دي.

د افغانستان په هرات ولايت کي هم د کرونا يوه مثبته پېښه تاييد سوې ده.

ډاکټران وايي، چي که څه هم کرونا يوه خطرناکه ناروغي ده، خو په لومړيو کي پاکوالي ته په پاملرنه او د ډاکټرانو سپارښتني عملي کول ددې ناروغي مخه نيولای سي.