کور / شعر / غزل

غزل

چي لوى غرونه يې هوار كړل دا همت دى
چي څه غواړي هغه كاندي دا قسمت دى
مغروري وما عاجز ته په كار نه ده
ټيټوي مغرور سرونه چي قدرت دى
دا چي څوك د چا په مينه لوبي كاندي
تل ويلي خداى و هغو ته لعنت دى
په دين دنيا باندي مخ تور ګڼه عالمه!
محبت چي چا خرڅ كړى په دولت دى
د چا په مينه كښي غماز نه شې حكيمه!
له غمازو خداى رسول كړۍنفرت دى