کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګ ولايت كي د كروميټ ډبري ونيول شوې

په ميدان وردګ ولايت كي د كروميټ ډبري ونيول شوې

په ميدان وردګ ولايت كي دملي امنيت د موظفينو لخوا د (۶۰) ټنو څخه په زيات وزن سره دكروميت ډبري د اندړو اوبادامو په سېمه كي  ونيول شوي ، دملي امنيت رييس تكاني په وينا دغه ډبري چي په ناقانونه ډول دقاچاقبرانو لخوا پاكستان ته ليږدول كيدي تېره ورځ د ملي امنيت دموظفينو لوري ونيول شوي او د كانونو اوصنايعو رياست ته  تسليم شوي دملي امنيت رييس په وينا تراوسه نورمحمد د حاجى زوى او خان محمد د خداى نظر زوى چي دواړه د كندهار ولايت د سپين بولدك اوسېدونكي دي ددي په تور نيول شوي او زياتو پوښتنو لپاره څارنوالۍ ته سپارل شوي دي
دميدان وردګ والي ښاغلى محمد حليم فدايي په يوپيغام كي د كانونو او صنايعو وزارت څخه غوښتنه وكړه چي د كانونو دخونديتوب لپاره دي محلي شركتونو سره قرار داد وكړى ترڅو په ناقانونه ډول دغه ملي شتمني د پرديو لاسونو ته ونه ولويږي.
په افغانستان كي په ناقانونه ډول كانونو د قاچاقبرانو لخوا وخت ناوخته وېستل كيږي ، ميدان وردګ ولايت  دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو كي هم د كروميټ ډبرو كان شتون لري چي قاچاقبران هڅه كوي چي دغه كان څخه كروميت ډبري ګاونډيو هېوادونو ته وليږدوي او په تور يي تراوسه زيات شمېر خلك نيول شوي اودقانون منګولو ته سپارل شوي.