ولسمشر کرزي د ظفر قول اردو قومندان ګوښه کړ.
ولسمشر حامد کرزي په یوه فرمان کې د ظفر ۲۰۷ قول اردو قومندان تورن جنرال جلندر شاه او د کومانډو قومندان جګړن عبدالجبار له خپلو دندو ګوښه کړي، لر او بر ویبپاڼې ته د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزي دوی ددی لپاره له دندو ګوښه کړي چې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد په کلي کې د ایتلافي ځواکونو په هوايي بمباریو کې چې نېږدی ۸۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي ، دوی په خپلو کارونو کې غفلت کړی او د رښتیني حقایقو پټونکي دي.
ولسمشر کرزي ملي دفاع وزارت ته امر کړی چې دوی کابل ته را وغواړي او پلټنې دې تری وکړي.
پدی وروستیو څو میاشتو کې ایتلافي ځواکونو په لسګونو بې ګناه خلک په هوايي بمباریو کې وژلي او شهیدان کړي، د ایتلافي ځواکونو د غو خپلسرو عملیاتو له یوې خوا د خلکو او دولت ترمنځ پراخ واټن رامنځته کړی او له بلې خوا خلک یې ددغو ځواکونو د شتون په اړه اندیښمن کړي.