کور / راپور / نن په قطر کي دامريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي هوکړه کېږي

نن په قطر کي دامريکا او طالبانو ترمنځ تاريخي هوکړه کېږي

قطر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړه ليک د امضاء کولو لپاره تياری نيولی او نن به ددغه هيواد په پلازمېنه دوحه کي د ګڼو هيوادونو د لوړپوړو چارواکو په وړاندي دا هوکړه لاسليک سي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چي ددوی له خوا به د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو دا هوکړه لاسليک کړي.

طالبانو هم ويلي، چي ددوی له لوري به ملاعبدالغني برادر دا هوکړه لاسليک کړي.

د هوکړي د لاسلکېدو مراسمو ته  چي د دوحې په (شیرینتن) هوټل کي ترسره کېږي د ګڼو هيوادو چارواکي، خبريالان او سیاسي شنونکي ته رسېدلي دي.

د اتلسو مياشتو خبرو اترو وروسته امريکا او طالبان دې خپلمنځي پرېکړي ته ورسېدل.

تېره اونۍ د هوکړه ليک لپاره د مناسبي فضا رامنځ ته کولو لپاره د تاوتريخوالي د کمښت  يا اورکم پيل سوی وو. ځينو سرچينو ويلي چي د اورکم لړۍ به نوره هم وغځېږي.

تمه ده چي د امريکا سره د هوکړي لاسليکولو وروسته به په دوو اونيو کي بين الافغاني مذاکرات هم پيل سي.