کور / راپور / پمپيو: ايران مو تر نظر لاندی دی، ترڅو د افغان سولي پروسه ګډه وډه نه کړي

پمپيو: ايران مو تر نظر لاندی دی، ترڅو د افغان سولي پروسه ګډه وډه نه کړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چي پر ايران باندي ټينګ نظر ساتي ترڅو د افغان سولي پروسه ګډه وډه نه کړي.

پومپيو چي د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې ته پوښتني ځوابولې وويل، پر ايران ډېر نظر ساتي او د هغوی کړه وړه يې تر څار لاندي دي، ترڅو په افغانستان کي د سولي هڅي ګډي وډي نه کړي.

نوموړي دا خبري پر داسي مهال کړي، چي څو ورځي وړاندي په قطر کي طالب سرچينو خبر ورکړ چي ځيني کړۍ غواړي د افغانستان سوله ګډه وډه کړي.

نن د شنبې په ورځ د فبروري پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي موافقه لاسليکېږي او دې مراسمو ته نژدې د دېرشو هيوادونو استازي رابلل سوي دي.

د دغي هوکړي وروسته به بين الافغاني مذاکرات په دوو اونيو کي پيلېږي او  اورکم چي يوه اونۍ وړاندي پيل سوی وو، نور هم وغځېږي.