کور / راپور / د کرونا د خپرېدو له وېري په ايران کي د جمعې لمونځ لغوه سو

د کرونا د خپرېدو له وېري په ايران کي د جمعې لمونځ لغوه سو

وروسته له هغه چي په ايران کي د کرونا وايرس پېښي ډېري سوي دغه هيواد تېره ورځ د جمعې لمونځ لغوه کړ او له خلګو يې غوښتي چي د ګڼي ګوڼي له ځايونو څخه ډډه وکړي.

د جمعې پر لمانځه پر بندیز سربیره د روغتیا وزارت خلگو ته په عامه مراسمو لکه ودونو او فاتحو کي د گډون مشوره نه ورکوي. مکتبونه او پوهنتونونه په مؤقتي ډول تړل سوي او د نوروز د مراسمو ترپایه یعني د اپریل تر اوایلو مخکي به بیرته خلاص نه سي.

همدارنگه سینماگاني ، تیاترونه او د کنسرت سالونونه هم تړل سوي دي.

په ايران کي په کرونا وايرس د اخته سويو کسانو شمېر ۲۴۵ تنو ته رسېدلی او  له دې ناروغۍ څخه د مړو سويو شمېر له ۱۹ څخه تر ۲۶ کسانو پوري ښودل سوی دی.

بل خوا د مغولستان ولسمشر چين ته له سفر وروسته د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين سوی دی.

د مغولستان چارواکي وايي، چي دا يواځي احتياطي تدابير دي.