کور / راپور / اشرف غني: د طالبانو سره د خبرو هر پړاو مشروط دی

اشرف غني: د طالبانو سره د خبرو هر پړاو مشروط دی

افغان ولسمشر اشرف غني تېر ماښام د يو شمير ولایتونو د واليانو سره په خبرو کي ويلي، چي د طالبانو سره د مذاکراتو بل پړاو ته ننوتل به مشروط وي.

ښاغلی غني چي د ويډيو کنفرانس له لاري د واليانو سره ږغېده وويل، چي موږ په مشروط ډول د طالبانو سره له يوه پړاوه بل مذاکراتي پړاو ته ننوځو. د هغه په خبره، که طالبان له جګړې لاس واخلي نو په شرطونو کي به هم بدلون راځي.

ښاغلي غني زياته کړې، چي طالبان بايد د پاکستان سره د اړيکو، پټنځايونو او جرمي اقتصاد په هکله خلګو ته وضاحت ورکړي.

نوموړي ويلي، چي د افغانستان د بهرني سياست تګلاره روښانه ده: “دافغانستان بهرنی سیاست روښانه دی،افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري او یوازې دایمي ګټې لري.”

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي ټاکل سوې نن د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليکېږي.

که څه هم ددې هوکړي جزئيات تراوسه نه دي ښکاره سوي، خو داسي مالومېږي تمرکز يې د امريکايي ځواکونو پر وتلو او بين الافغاني مذاکراتو ته د طالبانو پر تيارولو دی.