کور / راپور / پاکستان کي د اورګاډي ټکر ګڼ کسان وژلي دي

پاکستان کي د اورګاډي ټکر ګڼ کسان وژلي دي

تېره شپه د پاکستان د سند ايالت په سکر سيمه کي اورګاډی د سپرلي پر موټر ختلی او ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړې ده.

 له کراچۍ څخه پنډۍ ته پر لار پاکستان اکسپرس نومي اورګاډې د ټکر له امله شل تنه وژل سوي او تر شپېته زيات

کسان ژوبل دي.

راپورونه وايي، چي په ژوبل کسانو کي د ځينو حالت مرګونی دی.

دغه پېښه تېر ماښام پر داسي مهال رامنځ ته سوه چي  له کراچۍ څخه پېنډۍ ته روان پاکستان اېکسپرېس په سکر سيمه کې پر يو پاټک تېرېدونکي د مسافرو د ګاډي سره ټکر سوی دی.