کور / راپور / د سولې د ټینګښت په اړه د افغان حکومت او امریکا ګډه اعلامیه

د سولې د ټینګښت په اړه د افغان حکومت او امریکا ګډه اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت چې د ملګرو ملتونو غړی دی او د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې لخوا د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، دا هیواد  (افغانستان) او د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي چې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه او دوامداره سولې د توافق لپاره به په ګډه کار کوي، څو دغه توافق د ټولو افغانانو د ګټې او د سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت سره د مرستې لپاره، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د پراخ بنسټه او دوامداره سولې توافق به څلور برخې لري.
۱-دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.
۲-له افغانستان څخه د ټولو امریکايې او ائتلافي ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.
۳-د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري طالبانو سره د خبرو اترو په نتیجه کې سیاسي توافق ته رسېدل.
۴-تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.
دا څلور برخې د یو بل اړوند او بل سره تړلې دي. تر کلونو جګړې وروسته سوله راوستل، د هغو  ټولو خواو د هدف څرګندونه کوي د خپلو ځانونو او ګاونډيانو سره د یوه سوله ایز، خپلواک، او یو موټي افغانستان لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په خپلو کې نږدې همکاري لري څو نړیوال امنیت او سولې ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او له افغان ولس سره د یوه امن، دیموکرات او روښانه راتلونکي په برابرولو کې همکاري وکړي.
دواړه هیوادونه خپلو اوږدمهالو اړیکو او هغو پانګونو ته ژمن دي چې په افغانستان کې د دیموکراتیکو نورمونو او د هیواد د یووالی د ساتني او خوندیتوب، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د اتباعو حقونو د ترویج لپاره، پر اړینو افغاني بنسټونو یې کوي.
دلته شوې ژمنې د همدې ګډو لاسته راوړنو پر اساس ممکنې شوي دي. افغان او امریکايې ځواکونه ګډ تعهد او اړیکې لري چې د کلونو د زیاتو قربانیو او زوړتیا په نتیجه کې ترلاس شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغان ولس یو ځل بیا له سولې خپل ملاتړ او د جګړې پای ته رسولو لپاره، خبرو اترو ته خپله لیوالتیا څرګندوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د تاوتریخوالي د کمښت د دورې استقبال کوي او د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ هغه تړون څاري چې د جګړې ختمولو لپاره مهم ګام دی.
د امریکا او طالبانو توافق پر یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ بنسټه اوتلپاتي اوربند، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواروي.
دافغانستان اسلامي جمهوریت په دغه شان خبرو اترو کې د ګډون او په نتیجه کې یې له طالبانو سره اوربند ته پر خپل چمتوالی ټینګار کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه راز پر خپلو کړو ژمنو ټینګار کوي چې د القاعده او د داعش ډلې خراسان څانګې په ګډون، هېڅ نړیوالې تروریستې ډلې یا افراد نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایالاتو، د هغوی متحدینو او نورو هیوادونو ته ګواښ جوړ کړي. د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې هلو ځلو ګړندۍ کولو لپاره، په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا سره پر شوي توافق او د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې شوې موافقې باندې عمل وکړي، له افغانستان څخه په تدریجي ډول د امریکايې او ائتلافي ځواکونو له وتلو ملاتړ کوي.
پر همدې اساس د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالات دا لاندې ژمنې کوي:
لومړی برخه
د افغانستان اسلامي جمهوریت او متحده ایالات دا درک کوي چې القاعده، د داعش خراسان څانګه او نورې نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد د خپلو غړو د استخدام، مالي تمویل، روزنې او داسې بریدونو لپاره د افغانستان خاورې کارولو ته دوام ورکوي چې د متحده ایالاتو، د هغوی د متحدینو او افغانستان امنیت ګواښي.
د دغو دوامداره تروریستي ګواښونو سره مبارزې لپاره به د افغانستان اسلامي جمهوریت او متحده ایالات د القاعده، ددې ډلې د ملاتړو، او د نورو نړیوالو تروریستي ډلو یا افرادو د ځپلو لپاره لاندې اقداماتو ته دوام ورکوي:

۱-د افغانستان اسلامي جمهوریت پر خپله ژمنه ټینګار کوي دا هیواد به له نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو سره نه همکاري کوي او نه به ورته اجازه ورکوي چې ددې هیواد پر خاوره غړي استخدام کړي، ویې روزي، د (مخدره موادو د تولید او قاچاق له لارې د پیسو د لاسته راوړلو په ګډون) د تروریزم د تمویل پاره پيسې راټولې کړي، د دې هیواد په لارې تېر شي، له نړیوالو منل شویو اسنادو یې ناقانونه ګټه پورته کړي او په افغانستان کې د تروریزم په ملاتړ نور فعالیتونه وکړي. افغانستان به دغو تروریستي ډلو او یا افرادو ته پناه نه ورکوي.
۲-د امریکا متحده ایالات له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو څخه یو ځل بیا پر خپل ملاتړ ټینګار کوي . په دې ملاتړ کې د  دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي .په دې ژمنه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ هم شامل دی چې د افغانستان له خاورې د القاعده، داعش خراسان څانګې، او نورو نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو لخوا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمالولو مخه ونیسي.
۳-د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په رضایت او همغږۍ د القاعده،داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو لخوا پر امریکا او متحدینو يې د بریدونو د مخنیوي او ددې تروریستي ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
دا پوځي عملیات د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودې امنیتي موافقې،او د موجود تفاهم له مخې کیږي چې د امریکا د تروریزم ضد دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونود تروریزم ضد عملیاتو د ملاتړ په هدف دي.
په دې عملیاتو کې به د افغانستان ملي حاکمیت،د افغانانستان د خلکو امنیت،او د ملکي وګړو ملاتړ او ساتنې ته درناوی کیږي.
۴-د امریکا متحده ایالات ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به خبرو اترو ته اسانتیاوې برابروي څو په داسې ترتیباتو کار کول یقیني کړي چي د یو بل له حریمه ترسره کېدونکي فعالیتونه به د دې هیوادونو امنیت ته ګواښ نه پېښوي.
دویمه برخه
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له لارې خپلو اهدافو ته رسېدو او ژمنو عملي کولو لپاره په دوامداره توګه د امریکايې او ائتلافي ځواکونو د شتون د کچې او فعالیتونو په اړه سلامشورې کړې دي.
د طالبانو او متحده ایالاتو پر هوکړې د طالبانو عمل ته په کتو، د افغانستان اسلامي جمهوریت، متحده ایالات او متحدین په ګډه ارزونه کوي چې په افغانستان کې د پوځي اهدافو ترلاسه کولو لپاره په اوسني اندازه ځواکونو ته نوره اړتیا نشته؛ او له ۲۰۱۴م کال راهیسې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خپل هیواد په امنیت ساتنه کې مخکښ دي او خپله اغېزناکي یې لوړه کړې ده. په دې صورت کې، دواړه خواوې ژمنه کوي چې لاندې ګامونه به پورته کوي.
۱-د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر (۸۶۰۰) اته زره او شپږ سوو ته راښکته کړي او له دې ګډې اعلاميې له خپرېدو او طالبانو سره له توافق وروسته به (۱۳۵) یو سل او پینځه دېرش ورځو کې به طالبانو سره په شوې توافق کې نورې کړې ژمني عملي کوي. امریکا به له خپلو متحدینو او ائتلاف سره کار وکړي څو افغانستان کې په یوه مناسب وخت او مرحله کې د ائتلافي ځواکونو شمیر کم کړي .دا اقدام به د طالبانو له لوري متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو  ته په کتو ترسره کېږي.
۲-له ګډې ارزونې سره سم او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو ترمنځ د ګډ هوډ له مخې به متحده ایالات، متحدین يې او ائتلافي ځواکونه به ددې ګډې اعلامیې له خپرېدو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق تر امضا وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پاتې ځواکونو ویستل بشپړ کړي او د طالبانو له لوري متحده ایالاتو سره د شوي توافق عملي کیدو  ته په کتو سره به متحده ایالات له پوځي هډو (بېسونو) خپل پاتې ټول پوځیان وباسي.
۳-متحده ایالات پر خپلې دې ژمنې بیا ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د تقویت او ورته د سلامشورو ورکولو لپاره به په کلني ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کوي څو افغانستان د کورنیو او بهرنیو گواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وساتي.
۴-د یوه سیاسي جوړجاړي او تلپاتې اوربند ته د رسیدو لپاره د شرایطو برابرولو په خاطر به د افغانستان اسلامي جمهوریت د اعتماد جوړونې په هدف د طالبانو له استازو سره د باور جوړونې لپاره د متحده ایالاتو له خوا تسهیل خبرو اترو کې ګډون کوي .په دې خبرو کې د دواړو لورو د پام وړ شمیر زندانیانو د خوشې کولو امکان ارزول کیږي. متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت به ددې خبرو اترو د ملاتړ لپاره د سره صلیب له نړیوالې ادارې مرسته غواړي.
۵- د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دی چې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدو سره سم به د دیپلوماتیکو اقداماتو له لارې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لست څخه د یو شمیر طالب زندانیانو د نومونو د لرې کولو لپاره د ۲۰۲۰م کال د می تر ۲۹ نیټې پورې اقدام کوي.دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ د موافقې او تلپاتي او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په دیرشو ورځو کې کیږي.
دریمه برخه
۱-متحده ایالات به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا وغواړي چې دا او په دې اړوند نورې موافقې تائید او په رسمیت وپېژني.
۲- متحده ایالات او د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمن دي چې د بیارغونې لپاره د اقتصادي همکارۍ په شمول به په خپلو کې مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي.
۳-متحده ایالات به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي نه ګواښي، پر ضد به یې ځواک نه کاروي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.
۴-متحده ایالات به په افغانستان کې د  اصلي کړکېچ ختمولو په خاطر سیاسي روغې جوړې ته د رسېدو  په برخه کې، د روانو هڅو د ملاتړ لپاره، د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع  رامنځته کولو هلې ځلې روانې ساتي.