کور / راپور / ولسمشر غني: امريکا د ۵ زره زندانيانو د خوشي کولو صلاحيت نه لري

ولسمشر غني: امريکا د ۵ زره زندانيانو د خوشي کولو صلاحيت نه لري

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي د امريکا سره د طالبانو په هوکړه کي د ۵۰۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو هيڅ ژمنه نه ده سوې.

ښاغلي غني چي نن په کابل کي يوې خبري ناسته کي دا څرګندوني کولې وويل، چي د بندیانو خوشي کول د امريکا صلاحيت نه دی، دا په افغان حکومت پوري اړه لري او په دې هکله به موږ تصميم نيسو.

د يوې پوښتي په ځواب کي چي که امریکا وغواړي طالب بندیان خوشې کړئ، څه به کوئ؟

ولسمشر غني وويل:”د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه دی موږ له امریکا سره د بندیانو د خوشې کيدو پر سر موافقه نه لرو. دا د افغان حکومت صلاحیت دی، چي یوازې په هر اړخیزو خبرو کي مطرح کيدای سي. امریکا اسانچارې ده، چي د تصمیم معنا نه لري. له ښاغلي خلیلزاد او ټولو امریکايي ځواکونو وپوښتئ، چي په دې اړه بشپړ وضاحت لري.”

ښاغلي غني وویل، له طالبانو سره د افغان حکومت خبرو کي د هغوی د بندیانو خوشې کيدل نه سي راوستلی کيدای: “خو دا شرط نه سو ګڼلی، دا ځل ښه نیت مطرح نه دی.”

ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشې کيدو په اړه “باید افغان ولس باور وي، هغه چي خوشې کيږي، د ملت پر واندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي.”

ده وویل، په دومره لویه کچه د بندیانو خوشې کول وخت ته اړتیا لري: “یوازې ۱۰۰ کسان خوشې کول وخت غواړي، ۵۰۰۰ خو لا پرځای پرېږده، اجنډا مشخصه ده، دوی به هم غوږ نیسي موږ هم بحث به پرې کوو.”

ښاغلي غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي تېره ورځ په قطر کي د طالب استازو يوه غړي امير خان متقي د امريکا سره د تړون تر لاسليک وروسته وویل، چي اوس د بنديانو د خوشي کولو پړاو دی. چي د افغان حکومت سره بندي ۵۰۰۰ طالب وسلوال خوشي کيږي او هم به د طالبانو په زندانونو کي بندي زر کسان ازادېږي.

.