کور / راپور / په امريکا کي د کرونا وايرس له امله يو تن مړ سوی دی

په امريکا کي د کرونا وايرس له امله يو تن مړ سوی دی

له امريکا څخه راپورونه وايي، چي د واشنټن په شمال لوېديځ کي د کرونا وايرس له امله يو تن مړ سوی دی.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي دغه کس تر پنځوسو کلونو لوړ عمر درلود او څه موده وړاندي په دې وايرس اخته سوی وو.

بل خوا ولسمشر ټرمپ ويلي، چي دا پېښه د اندېښنې وړ ده او امريکا به خپلي ټولي هڅي د کرونا د مخنيوي لپاره چټکي کړي.

امريکايي چارواکو خپلو اتباعو ته ويلي، چي د سفر پر مهال له احتياط څخه کار واخلي او د جنوبي کوريا په ګډون د ايټاليا او هغه هيوادونو له سفر څخه تر وسه ډډه وکړي چي کرونا وايرس پکي خپور سوی دی.

دا مهال په نړۍ کي ۸۵۰۰۰ کسان په کرونا وايرس اخته سوي دي او د ۳۰۰۰ کسانو د مړيني خبرونه ورکول سوي دي.