مايک پومپيو: طالبان له نږدې څارو، چي څومره پر خپلو ژمنو عمل کوي

Aziz Rahman Hazim | مارچ 1st, 2020


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي، چي پر طالبانو له نږدې نظر ساتي چي خپلي کړي ژمني څه ډول ترسره کوي.

پومپيو تېره ورځ په قطر کي د طالبانو سره د موافقې د لاسليک کيدلو وروسته خبريالانو ته ویلي، اوس به وګورو چي طالبان څه ډول عمل کوي.

نوموړي وويل، د يوې اونۍ اورکم دا وښودل چي طالبان هم جګړه نه غواړي او نور له دې ستړي سوي دي.

مايک پومپیو د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې په اړه وویل چې که د شوي تعهد د عملي کولو لپاره کلک ګامونه پورته نه سي، هوکړه او ورسره خوشالي به هيڅ وي.

بل خوا د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو سره د سولي هوکړه غوره اقدام وباله او ويې ويل، چي ټولي خواوي د جګړې څخه ستړي سوي دي او ددې وخت راغلی چي نور خپل سرتېري کور ته راستانه کړو.

نوموړي وويل،  چي په نږدې راتلونکي کي به خپله د طالب مشرانو سره وويني او د تروريزم سره د مقابلې لپاره د امريکا جګړه نور ختمېدونکې ده او دا جګړه به نور کسان مخ ته وړي چي هغه طالبان دي.

هغه وويل:”ډېره هیله دا ده چي دوی به هغه څه وکړي چي ژمنه یې کړې ده. دوی به ترهګر ووژني ، دوی به ځینې ډېر بد خلک ووژني. “

ټرمپ زياته کړه: که”ناوړه څه وسول بیا ورستنېږو. ډېر ژر به ستانه سو، له ځواکونو سره به ستانه سو، داسې چي هېچا نه وي لیدلي. خو هیله لرم چي داسې څه ته اړتیا پېښه نه سي.”

تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک سوه چي د امريکا لخوا د افغان سولي لپاره ددغه هيواد استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو لخوا ملاعبدالغني برادر لاسليکونه ورباندي وکړل.

Copyright Larawbar 2007-2024