کور / #PTM / نن په چارسده کي د پي ټي ايم ستره جلسه کېدونکې ده

نن په چارسده کي د پي ټي ايم ستره جلسه کېدونکې ده

نن د خيبر پښتونخوا په چارسده کي د پښتون ژغورني غورځنګ يوه ستره جلسه کېدونکې ده چي دا مهال جوپې جوپې خلګ ورته راروان دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مرکزي کمېټې ددې غونډي لپاره پراخ کمپاين برابر کړی وو او له ټولو پښتنو يې غوښتي چي په دې غونډه کي ګډون وکړي.

د چارسدې په جلسه کي به د پښتنو پر موجوده ستونزو، د پي ټي ايم د فعاليتونو او د رياست لخوا د پښتنو سره د روان تشدد په هکله بحثونه او ويناوي کېږي.

.