کور / راپور / ټرمپ: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي بېرته ورستنېږو

ټرمپ: که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي بېرته ورستنېږو

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي هوکړي لاسلکېدو څو ساعته وروسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چي که طالبان پر خپلو ژمنو ونه خېژي نو امريکا به په ډېر زور بېرته افغانستان ته ولاړه سي.

ټرمپ د طالبانو سره د سولي هوکړه غوره اقدام وباله او ويې ويل، چي ټولي خواوي د جګړې څخه ستړي سوي دي او ددې وخت راغلی چي نور خپل سرتېري کور ته راستانه کړو.

نوموړي وويل،  چي په نږدې راتلونکي کي به خپله د طالب مشرانو سره وويني او د تروريزم سره د مقابلې لپاره د امريکا جګړه نور ختمېدونکې ده او دا جګړه به نور کسان مخ ته وړي چي هغه طالبان دي.

هغه وويل:”ډېره هیله دا ده چي دوی به هغه څه وکړي چي ژمنه یې کړې ده. دوی به ترهګر ووژني ، دوی به ځینې ډېر بد خلک ووژني. “

ټرمپ زياته کړه: که”ناوړه څه وسول بیا ورستنېږو. ډېر ژر به ستانه سو، له ځواکونو سره به ستانه سو، داسې چي هېچا نه وي لیدلي. خو هیله لرم چي داسې څه ته اړتیا پېښه نه سي.”

تېره ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک سوه چي د امريکا لخوا د افغان سولي لپاره ددغه هيواد استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو لخوا ملاعبدالغني برادر لاسليکونه ورباندي وکړل.