کور / اقتصادي / هند د افغانستان سره د ۱۱ مليونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسليک کړل

هند د افغانستان سره د ۱۱ مليونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسليک کړل

د افغانستان او هندوستان تر منځ د بند امیر – یکاولنګ او د مزارشریف هوایې ډګر د سړکونو جوړولو د وړیا مرستې هوکړه لیکونه لاسلیک شو

د مالیې وزارت مالي معین او د دې وزارت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ پرون د کب میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۰.۸ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې هوکړه لیکونه د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي وینای کمار سره لاسلیک کړل.

د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې د ترانسپورټ وزارت معین ښاغلي ذکریا محمدي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت معین ښاغلي هارش وردن شرینګلا، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او له هندوستان څخه راغلو میلمنو ګډون کړی و.

یاد دوه هوکړه لیکونه د ۱۶ کیلو متره په اوږدو د ۷.۸ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د بند امیر – یکاولنګ سړک د جوړولو او د ۲ کیلو متره په اوږدو د ۳ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت د مزار شریف د هوایې ډګر د سړک جوړولو په برخو کې دي چې په راتلوونکو دو کلونو کې به پلي شي.

د مالیې وزارت مالي معین او د یاد وزارت سرپرست د دې هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په اړه وویل:” له افغانستان سره د دوست هیواد هندوستان مرستې اکثره د بشردوستانه او د زیربنایې پروژو د پلي کیدو په برخه کې شوي دي چې د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، او د چابهار بندر د لومړي فاز جوړول یې له بیلګو څخه دي. موږ د هندوستان له مرستو څخه مننه کو او د یادو پروژو د پلي کیدو په برخه کې هر راز تخنیکي همکاریو ته چمتو یو.”

د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي وینای کمار وویل:” ډیر خوښ یم چې نن ورځ دوه مهم هوکړه لیکونه له افغانستان سره لاسلیکوم، موږ افغانستان د خپلو استراتیژیکو شریکانو څخه یادو او د دې دوه هوکړه لیکونو لاسلیکول له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د لا ودې لپاره یو مثبت ګام بولو.” نوموړي زیاته کړه چې دواړه پروژې ډیرې کلیدي دي په ځانګړی ډول د بند امیر – یکاولنګ سړک جوړولو هوکړه لیک چې په افغانستان کې د سیلانیانو صنعت د زیاتیدو سبب کیږي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت معین وویل چې د دې هوکړه لیکونو لاسلیکول د دواړو هیوادونو تر منځ د زیاتیدونکې همکاریو ښکارندوی کوي، هندوستان د زیربناء په برخه کې د افغانستان استراتیژیک همکار دی. نوموړي زیاته کړه چې له معین کیدو څخه یې وروسته دا لومړنۍ بهرنۍ سفر دی چې افغانستان ته کوي او هیله لري چې د دواړو هیوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده چې هندوستان د افغانستان له یو اصلي تمویلونکو څخه شمیرل کیږي چې په تیرو اتلسو کلونو کې یې د اقتصادي او زیربنایې مهمو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړي دي.