کور / سياسي / سي اى اې په نوې بڼه راڅرګنديږي!

سي اى اې په نوې بڼه راڅرګنديږي!

ليکوال:  ح، حقوېش

طالبان فکر کوي چي د افغانستان جګړه د امريكا دفاعي ځواک يا ملي پوځ مخته وړي، نو ځكه يې ټول شرايط د امريكايي پوځونو په وتلو راګرځي. چي د 2019ز کال په وروستيو مياشتو کي د سولي له هيت سره دې موفقې ته رسيدلي هم وو، چي امريكايي ځواکونه به له افغانستانه ووځي او په ځاى به يې د امريكا د ملي استخباراتو څانګه CIA په افغانستان کي پاتې کيږي. او اوس دا دى موافقه ليک کي يې دا تړون هم شته چي امريكايي ځواکونه به په څورلس مياشتو کي له افغانستان ووځي. خو دلته روان جنګ د امريكايي پوځ نه بلکې همدې CIA روان کړى دى، چي له څلورو ليسزو را وروسته افغانان په يوه او بل نوم په جنګ کي سره ښکېله وي.
د پوځونو راتګ يې ددوى په خوښه سره وشو، څو د اسيا ځيني هېوادونو ته خپل ځواک، مهمات او تجهزات وښيي، هغوى ته يې يو ډول ګواښ وښود. بلخوا يې دلته خپلي ډيري وسلې وه ازمويلې نوې نوې تجربې يې وکړې چي دا هم د دوى لويه ګټه وه، ځكه د ازمويني په وخت کي چي کومه ککړتيا خورېدله هغه د انسانانو، ځيناور، زراعت او د نورو شيانو لپاره ډيره خطرناكه تمامېدله. نو هغه دوى د خپلي سيمي او خلکو په ځاى په افغانانو ولورېده. هغوى د خپلو خلکو سيمي د جوړښت لپاره هر څه ته تيار دي څو د خپلو خلکو لپاره پردۍ سيمي او خلک وسوځوي.
“سي اى اې په پنجشېر کي” ، “د سي اى اې پټي جګړې” ، “د پېريانو جګړې” همدا ډول که مطالعه وکړو ډير کتابونو او مقالې شته چي موږ ته په سيمه کي د CIA حضور راشيي. په افغانستان كي د CIA پاتي کيدل ګټور نه لا خطرناک دى، ځکه حقيقي جنګ CIA مخته وړي، او روان جنګ د CIA د پلان يوه برخه وه. او د CIA پاتي کېدل او ورسره د طالبانو موافقه په دې مانا نه ده چي افغانان به په راتلونکي کي يو ښه راتلونکى ولري، بلکې CIA خپلو ګټو ته اوس له دې لاري ننوځي څو د افغانانو په جامه کي خپلي ګټې وکړې او هغه هم د ملايانو په جامه کي ځکه افغانان په ملا ډيره عقيده لري او تر هر څه ورته زيات احترام لري. امريکايان هيڅ وخت ددوى ختمول نه غواړي که يې غوښتل په ډيري اساني سره دوى کولاى شو دې جګړې او دې ډلې ته د پاى ټکى کښېږدي، او دا کار به ددوى د راتګ په لومړيو کي شوى وو، خو له لومړۍ ورځي دوى په هر څه پوهيږي بيا هم افغانان په يوه او بل ډول غولوي، يا د خپلو لاسپوسو په مټ مبالغه کوي او خپل شتون ته دوام ورکوي. امريکايانو په سر کي CIA ته د هغوى ټول پټنځايونه ورمالوم وو چي له پولي پوري غاړي دي، خو دوى هيڅ اقدام نه دى کړى. بل د انټرنيټ له لاري دوى کولى شول د هغوى ځايونه په نښه کړي چي مهم کسان يې په ډيري اساني سره نيولى شواى. يا د هغوى د فيسبوک او ټويټر اکونټونه بلاک کړي او د مبالغې مخه يې ونيسي، چي له دې لاري ښه پوره ذهنيت خوروي، بلخوا څه موده مخكي امريكايانو د طالبانو د قطر دفتر لپاره 15ميليونو ډالره مرسته ځانګړې کړه چي دوى به نورو هېوادونو ته ورباندې سفرونه کوي، دا مرسته هم موږ ته راښيي چي طالبان د امريكايانو د ګټي لپاره تقويه کيږي.
خو!
امريكايان دا هرڅه په خپله کوي، او د دومره اسانه او هوسا کار په اړه دوى هيڅ اقدام نه کوي چي د ټويټر يا د فيسبوک له لاري د هغوى ځايونه په نښه کړي واى او ددې اوږدې ترهګري مخه يې نيولې واى، د ترهګري د مخنيوي لپاره يې د افغانانو سيمي ټولي په بارودو ولړلې خو بيا هم کومه لاسته راوړنه يې نه ده  لرلې. بې له دې اوسنيو خبرو چي هغه به هم تر افغانانو امريكايانو ته ګټوري پاتې شي.
او دا تر لمر سپينه ده چي امریکایان به د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کي ستر استخباراتي مرکز جوړوي او تر څنګ به یې یوه ډله ځانګړي ځواکونه هم کار کوي، که څه هم اوس دې لاري ته له نورو بيلابېلو لارو يوه لار سنجوي. خو له بدمرغه دوى به له دې لاري افغانستان ته لا ډير سیمه ییز رقابتونو پيدا کړي او دلته به یوه بله خونړۍ او ناپایه جګړه پیل شي. امريكايان که په افغانستان كي سوله راويستل غواړي او افغانان د تل لپاره له دې خونړۍ بدمرغۍ ليري کول غواړي، نو تر هرڅه مخكي دي دوى افغانانو ته ددې خبري وضاحت ورکړي، چي له سولې راويستلو او د افغانستان اداري سيسټم له رغولو وروسته به دوى په بشپړ ډول له افغانستانه خپل حضور پاى ته رسوي نه به يې دلته کوم استخباراتي کس پاتې او نه به دلته نور دوى خپلي ګټي سنجوي او د افغانانو اداري سيسټم به په پرحال روغ او په نړيوالو معيارونو سم ورته پرېږدي. د امریکا استخباراتي مرکز به په افغانستان کې د افغانانو لپاره نه بلکې د طالبانو او په سيمه کي د نورو مذهبي هېوادونو لپاره چي له دوى سره يې مرستې او ددوى د ګټو لپاره يې کار کاوه، هغوى ته به زيات توجه ورکوي له هغوى سره به ګډ فعاليتونه کوي او تر افغانانو به يې زياتي ګټي هم دغو ته رسېږي. او دوى به په سیمه کي د امریکا استخباراتي لوبې د مذهب پر نوم مخته وړي.