کور / #PTM / منظور پښتين: پاکستان ته ويل غواړم چي يا خو د پښتنو حقوق ورکړه او يا هم ازادي ورکړه

منظور پښتين: پاکستان ته ويل غواړم چي يا خو د پښتنو حقوق ورکړه او يا هم ازادي ورکړه

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر پاکستاني رياست ږغ وکړ، چي د پښتنو حقوق ورکړي او د خپلي خاوري واک پښتنو ته تسليم کړي.

ښاغلي پښتين وويل: پاکستان ته ويل غواړم چي يا خو د پښتنو حقوق ورکړه او يا هم ازادي ورکړه.

تېره ورځ د مارچ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا په چارسده کي د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا يوه ستره جلسه جوړه سوې وه چي پکي په زرګونو کسانو ګډون کړی وو.دې غونډي ته د پي ټي ايم ګڼو مشرانو ويناوي وکړې.

غونډي ته منظور پښتين وويل: “موږ به خپل وطن جوړ کړو موږ به د پښتنو په خاوره د پښتنو ځان ته رياست جوړ کړو او هغه به ځان ته حيثيت لري”.

نوموړي وويل، چي پنجاب خپل حق ترلاسه کړی اود پښتنو د خاوري حق هم دوی غواړي. د پښتنو پر خاوره چي کوم معدنونه پراته دي، رياست وايي چي دا د پنجاب حق دی. خو موږ به دا هيڅکله ونه منو.

منظور پښتين دا هم وويل، چي د پاکستان لخوا د خوشي کړل سوي طالب وياند احسان الله احسان حساب کتاب به ارومرو کوی. هغه وويل، چي احسان الله څنګه ولاړی، د پېښور د پبلک سکول د وژل سويو ماشومانو مور او پلار ته به څوک ځواب ورکوی؟

احسان الله احسان د ۲۰۱۴ کال د پېښور ارمي پبلک سکول د چاودني مسؤوليت منلی وو، چيري چي ۱۵۰ پښتانه ماشومان پکي ووژل سول.

ښاغلي پښتين د افغانستان د سولي په تړاو احتياطانه خوشبيني وښودل او ويې ويل، چي موږ داسي سوله غواړو چي د ټولو افغانانو ښيګڼي پکي وي، داسي نه چي يوې خاصي ډلي ته ګټه وکړي.

نوموړي د ولسمشر غني او پخواني جمهور رئيس حامد کرزي څخه هم مننه وکړه چي دده د خلاصون لپاره يې ږغ پورته کړ.

ښاغلي پښتين د مارچ پر ۲۹ نېټه په کوټه کي دبلي جلسې د جوړولو اعلان هم وکړ.