کور / د ډيورنډ کرښه / د کرونا مخنيوی: د سپين بولدک – چمن لار د يوې اونۍ لپاره بنده سول

د کرونا مخنيوی: د سپين بولدک – چمن لار د يوې اونۍ لپاره بنده سول

د سپين بولدک او چمن لار د يوې اونۍ لپاره تړل سوې او لامل يې د کرونا وايرس د ممکنه خپرېدو مخنيوی ښودل سوی دی.

نن سهار د وېش دروازه د ډيورنډ کرښي پوري غاړي ته د مساپرو د تګ راتګ پرمخ بنده سوه.

چارواکي وايي، چي دا موقت بنديز ددې لپاره لګېدلی چي دلته يو سيمه ايز روغتون جوړېږي او د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره به مسافر پکي معاينه کېږي.

بل خوا  په بلخ کي هم د ازبکستان او افغانستان ترمنځ پوله بنده سوې او علت يې د کرونا وايرس د خپرېدو مخنيوی ښودل سوی دی.
د حيرتان چارواکي وايي، چي دا پوله ازبکستاني چارواکو تېره شپه بنده کړې او د مسافرو د تګ راتګ ترڅنګ د هر ډول موټرو پر مخ دا لار بنده سوې ده.

په افغانستان کي د کرونا وايرس يواځي يوه پېښه په هرات کي ثبت سوې ده. او په پاکستان کي ددې ناروغۍ څلور پېښي ثبت سوي دي چي دوې په اسلام اباد او دوې نوري په سند ايالت کي دي.