کور / راپور / امريکا کي د کرونا له امله بل کس مړ سوی دی

امريکا کي د کرونا له امله بل کس مړ سوی دی

د امريکا په واشنګټن ایالت کي د کرونا وايرس له امله د يو بل تن مړينه تاييد سوې ده.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي دغه ۷۰ کلن سړي په روغتون کي هغه مهال ساه ورکړه چي د کرونا وايرس درملنه يې روانه وه.

له دې وړاندي هم د جمعې په ورځ يو ۵۰ کلن سړي د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکړ.

په امريکا کي چارواکو سپارښتنه کړې، چي د ايران په ګډون دي خلګ د جنوبي کوريا او ايټاليا له سفرونو څخه ډډه وکړي، ځکه هلته د کرونا زياتي پېښي ليدل سوي دي.

دا مهال په امريکا کي د کرونا ۱۲ پېښي ثبت سوي دي، خو داسي مالومېږي چي دا پېښي نوري هم زياتي سوي دي.

کرونا وايرس د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کي د چين په ووهان ښار کي را ښکاره سو او دا مهال په نړۍ کي په دې وايرس باندي ۸۵۰۰۰ کسان اخته سوي او شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو پکي خپل ژوند بايللی دی، چي ډېر په اخته او مړه کسان د چين په ووهان ښار کي دي.