کور / راپور / اروزګان کي طالبانو د سولي ولسي حرکت يو غړی د ځان سره بېولی دی

اروزګان کي طالبانو د سولي ولسي حرکت يو غړی د ځان سره بېولی دی

د سولي ولسي حرکت غړي يي، چي طالبانو په اروزګان کي ددغه حرکت غړی له ځان سره بېولی دی.

د ياد حرکت يوه غړي باچاخان مولاداد وايي،  نن په اروزګان ولایت کي د طالبانو تر واک لاندي سیمه کي د سولي د خوشالۍ لپاره ولسي خلکو یو پروګرام جوړ کړی و. د سولي ولسي حرکت غړي هم ورغلي ول، غوښتل یې چي په دې خوشالۍ کي برخه واخلي. په دې کسانو کي د روزګان لپاره د سولي ولسي حرکت ځايي مسئول نظر جان نظري هم شامل و چي طالبانو نیولی، او له ځان سره یې بېولی.

ښاغلی مولاداد وايي،  موږ تراوسه نه پوهېږو، چي ولي او پر څه یې نیولی او چېرته یې بېولی. د سولي ولسي حرکت له طالبانو غوښتنه کړې، چي د دې موضوع په اړه مالومات ورکړي.

که څه هم طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندي يې په هلمند کي هم د ياد حرکت غړي د څه مودې لپاره د ځان سره بېولي وه او وروسته یې خوشي کړل.

.