کور / #PTM / پاکستاني رياست په چارسده کي د پي ټي ايم دوه غړي نيولي دي

پاکستاني رياست په چارسده کي د پي ټي ايم دوه غړي نيولي دي

پاکستاني رياست پرون د چارسدې د جلسې وروسته د پښتون ژغورني غورځنګ دوه غړي نيولي او زندان ته يې لېږلي دي.

دا دوه کسان چي يو خان زمان او بل نظام الدين نومېږي د پوهنتون زدکونکي دي.

پاکستاني پوليس وايي، چي دوی دواړو د پاکستان بيرغ ته سپکاوی کړی او هغه يې څېرلی دی.

د پي ټي اېم يو ځايي مشر نظيف لالا پخلی کوي چي پوليس يې دوه غړي نيولي دي، خو نوموړی تور لګوي چي دا دواړه کسان د سازش لاندې نيول سوي دي.

هغه وويل د دغو دواړو کسانو تعلق د جنوبي وزيرستان سره دی.

نوموړی وايي بېرغ د پي ټي اېم غړو نه دی شلولی دا کار د سازش لاندې بهرنیو کسانو کړی چي پي ټي اېم پرې بدنامه کړي.

تېره ورځ په چارسده کي د پي ټي ايم له خوا يوه ستره جلسه جوړه سوې وه، چي په زرګونو کسانو پکي ګډون کړی وو.

د پي ټي ايم مشران وايي، چي د دواړو نيول سويو کسانو لپاره يې د ضمانت درخواست کړی دی، خو تراوسه يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

پنجابي رياست له دې وړاندي هم د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون ګڼ کسان نيولي او د دروغو مقدمې يې ورته جوړي کړي وې.