کور / راپور / اشرف غني: که طالبان پر ژمنه ونه درېږي، هرڅه به ګډوډ سي

اشرف غني: که طالبان پر ژمنه ونه درېږي، هرڅه به ګډوډ سي

افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته په يو جدي پېغام کي ويلي، چي که د سولي په تړون کي د سويو ژمنو څخه پر شا سي نو هر څه به ګډوډ سي.

ښاغلي غني د سي اين اين ټلويزون سره په مرکه کي ويلي: “تړون مشروط دی. که چېرته طالبان په دې ۱۴ میاشتنۍ موده کې داسې تصور کوي چې له دغو موافقو ووځي هر څه سقوط کولای شي او مسؤلیت به‌یې هم د هغوی په غاړه وي.”

له دې وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو چي تازه له قطر څخه واشنګټن ته ستون سوی د سي بي ايس ټلویزون سره په مرکه کي ويلي، چي پر طالبانو ډېر باور نه دی پکار، موږ به طالبان څارو چي ايا پر تړون ژمن پاتي کېږي که يا.

پومپيو وويل: “دا معامله په هېچا باندې په باور تړلې نه ‌ده. دا یوه ژوره مجموعه ده، د څو میاشتو مذاکرو ښه ارزول شوې او تأیید شوې مجموعه او تګلاره ده چې له مخې یې موږ د تړون هر یو غړی څارلی او حساب کتاب ورسره کولای شو. موږ به دا کار وکړو. دا په باور کومه تړلې خبر نه‌ده. دا په هغه څه تړلي دي چې عملاً په میدان کې ترسره کېږي. نه‌یوازې پرون چې یوه مهمه ورځ وه، بلکې د راتلونکو ورځو په مخه هم.”

بل خوا د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي، چي که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېږي، موږ به بيا جګړې ته ستانه سو.

د فبروري پر ۲۹ نېټه په قطر کي د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک سوه، خو بين الافغاني مذاکرات به د مارچ مياشتي پر ۱۰ نېټه ترسره سي.