کور / هراړخیز / د زړه رنځ

د زړه رنځ

ليکنه: ممتاز بنګښ

 

خدائې دې څوک هم د زړه په رنځ نه اخته کوي  زه يې اخته کړم په ځان نه پوهېږم چې څه وکړم؟

نه چاته خه وئيلی شم او نه بد، نه دنيا له شرمه ژړيدلی شم او نه مې زړه غواړي چې و خاندم، له کوره چې کار ته ووځم نو داسې معلومېږي لکه چا په بيګار کې را ښکېل کړی يم، بېګار څه مړه سم د مشقت قيد رانه جوړ دی

خلک ګمان کوي چې زما په لمنه مونځ کېږي او زۀ يم چې د زړه درد قلارولو ته هر ماښام لوګي پسې لوګی شم، لوګے هم څه عجيبه څيز دی خپله لوګے شي خو بل هم د ځان سره لوګے کړي او لوګے کوي به دې ولې نه ته چې تيلے ورته کړې ولې تاته به د ګلونه امېل اچوي څه؟ چې څه کرې هغه به رېبې که تا اور ورته کړو نو تا به هم لمبه کړي

 لوګے او مينه دواړه يو شان دي دواړو کې نشه ده، دواړو کې خومار دی، دواړو کې مستي ده او دواړو کې مينه ده خو د غم خبره دا ده چې دواړه دې د دنيا د کاره وباسي، دواړه د چانه نه پټېږي او د دواړو انجام رسوائي ده، دواړو کې خوند دی، دواړو کې قرار دی خو بيا هم ورته خلک بد وائي او د خوند خبره دا ده چې بد هم ورته هغه خلک وايي چا چې دواړه د نزدې نه هم نه ليدلي او څوک چې يې يو ځل وکړي نو بيا ترې هر څه لوګے کړي، بس نن سبا زما هم څه داسې حال دی خو بيا چې کله په خپل چاپېر چل نظر وکړم نو د ځانه مې زړه خه شي….. زړه مې راته تسلي راکړي چې يوازې ته نه يې چې لوګي له کارو وباستلی يې ستا ياران ډېر دي چې  بد حال يې دی،  په ځان نه پوهېږي چې څه وکړي خلک وايي چې له لوګې مرو دا ورته وايي چرګې او چرګان وپاله …… اولس ورته ژاړي چې ډوب شوم، تباه شوم او دا ورته وايي تقرير ته مې غوږ شه….. مړه اے! څه به درته وايم خو بس زما وروڼه ډېر دي چې مينې او لوګي د کاره وباستلي

کله کله چې په محفل کې زما ياران په څه خبره پورې و خاندي نو زۀ ځان پورې په خندا شم او ځان پورې به ولې نه خاندم چې ملګرو د خندا وجه راته نه وي معلومه ځکه چې زۀ ناست خو د يارانو په محفل کې ووم خو زړه مې چرته لرې بل ځايې وي. ياران مې وايي چې زۀ د هغوي سره يم او زۀ په دې لټون ووم چې زۀ چرته يم، او زۀ به چرته ووم نو، يا به د جانان غم وي او يا د جهان…. دواړه غمونه داسې دي چې تر مرګه به دې ترې ځان خلاص نشي او که زما په عمر کې په دواړو غمونو اخته شوې بيا لاړې لوګے شوې بس بيا خو د زړه په رنځ اخته شوې زما هم کله کله په ځان هم ګمان شي چې لکه زه هم په دې رنځ اخته يم