کور / سياسي / د طالب او امريكا په اړه د ټولو پوښتنو يو ځواب!

د طالب او امريكا په اړه د ټولو پوښتنو يو ځواب!

ليکوال:  ح، حقوېش

ډيري پوښتنه دي چي ځواب شي، خو چي هرڅومره يې سره واړم راواړوم ځواب يې هم هغه يوه ځاى ته راځي چي لاندي يې لولو!
•  ولي امريکايانو د راتګ په وخت کي له ټولو جګړنو ډلو سره هوکړه وکړه؟ ولي يې طالبان او حزب اسلامي څنګ ته کړل؟
•  القاعده څوک وو؟ چيري وو؟ د جنګ ډګرونه يې چيري وو؟ څه يې غوښتل؟ له طالبانو سره يو وو که جلا وو؟ که ورسره يو وو اوس ولي طالبانو له امريكا سره د دوى په هېواد کي د نه پرېښوولو هوکړه وکړه؟ دا ډله ولي تر اوسه ختمه شوې نه ده؟ او ولي اوس طالبان ورسره پرېکون ښيي؟
•  امريكايانو ولي لومړى حکومت تقويه کاوو؟ او اوس ولي طالبانو ته د يوه حکومت په څېر پروټوکول ورکول کيږي؟
•  اسامه څوک وو؟ څه يې غوښتل؟ ولي پټ وو؟ څنګ امريكايانو وواژه؟ ولي په پاکستان کي له پوځي چاوڼۍ سره نژدې استوګن وو؟
•  داعش څوک دي؟ څه غواړي؟ چا راپيدا کړل؟ ولي يې راپيدا کړل؟ له کومه تقويه کيږي؟ او د کومو موخو لپاره تقويه کيږي؟
•  طالبانو ولي دا دومره وخت سوله نه کوله؟ چي له لکونو مرګونو، ورانيو او برباديو وروسته يې يوازي له امريكا سره وکړه؟
• په چنده د يوه جنګ مخته وړل خو د خوب ليدل دي. بيا نو طالبانو ته دا دومره وخت وسلې چا ورکولې؟
•  طالبانو ولي د خپل هېواد ابادۍ ورانولې؟
طالبانو ولي ښوونځي او د ښوونځي کتابونه سوځول؟ ولي يې خپلو شاګردانو ته پخواني او د مجاهدينو د وخت کتابونه ورښودل؟
•  پاکستان ولي د امريكا او طالبانو ترمنځ هوکړي ته کوريج ورکوي؟
•  پاکستان رېښتيا د افغانانو لپاره سوله غواړي؟
•  طالبانو ولي د افغانانو په ځاى له امريكا سره سوله وکړه؟
•  د طالبانو په سيمو کي ولي د مخدرو توکو کروندې کېدلې؟
•  د طالبانو په سيمو کي ولي کانونه کيندل کيږي؟ او معدنيات يې چيري وړل کېږي؟
طالبانو دفتر په قطر کي ده، لوړپوړي چارواکي يې هم قطر کي دي، بيا به د سلا مشورو لپاره ولي پاکستان تلل؟
•  ايا اسلام به دې ته جواز ورکړي چي د کافر په ځاى دي مسلمان ووژل شي؟
پخوا خو له امريكا سره د اسلام په سر جنګ وو، اوس چي له امريكا سره سوله وشوه، نو د افغانان حکومت سره به جنګ په څه موضوع وي؟ د اسلام په نوم که د څوکۍ لپاره؟
•  اشرف غني ولي دومره جديت کوي؟
•  ايا طالبان ريښتيا د اسلام لپاره جنګ کوي؟
•  طالبان ولي له افغانانو سره سوله نه کوي؟
•  په جنګ کي چاته تاوانونه رسېدل؟
•  طالبان ولي اوربند نه کوي؟
•  دا څلوېښت کلن جنګ که د اسلام لپاره وو، اسلام ته څومره کار پکښې شوى؟ څومره علما روزل شوي او څومره وژل شوي دي؟
د ټولو پوښتنو په څېړلو سره سړى دې ته رسېږي چي اسلام يې د سترنج پر څېر پر مځكه خپور کړى، او ښکيل لوري پکښې د لوبي لپاره ګوتې وهې، لوبغاړي نه پکښې اسلام او نور مذهبونو ته ګوري، نه پکښې کومې نظرې ته ګوري. ولسواکۍ هم پکښې اور اخستى، هر څوک غواړي چي لوبه د ځان په ګټه پاى ته ورسوي، کنه څه امتيازات خو چي هرومرو پکښې واخلي.