کور / سياسي / دوحه که ژینو

دوحه که ژینو

ليکوال: هارون جمال

په افغانستان چې کومه بلا نازلېږي د غوایي په میاشتې کې پرې ړازلېږي؛ خو پرېکړه یې کب په میاشتې نیول کېږي، په یو کتاب کې مې لوستلي و، د شهید محمد داودخان پر حکومت د کودتاه پرېکړه هم د کب په میاشت کې شوې وه، همدا رنګه د داکتر نجیب الله د حکومت د نسکورولو په موخه د شمال نا مقدس ایتلاف هم د کب په میاشتې سر راڅرګند کړ او د غوایي په میاشت کې هغه څه وشول، چې باید نه وی شوي.

خو اته ویشت کاله وروسته نن ورځ ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ نیټه ده،  د نړیوالو او کورنیو رسنیو د سر خبر همدا د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک لاس لیک دی.

خلک خوشحال دې، تمه لري، چې دا څل.یښت کلنه کور ګډې جکړه به پای ته ورسېږي او ژوند چې یوه الاهي لورینه ده خوندي شي، دوی ملامت نه دي، ځکه څلویښت کاله کیږي چې د خپلو عزیزانو ټوټې، ټوټې جسدونه ښخوي، نور له جګړې ستړي شوي دي، زمونږ د هیواد ځوان نسل،  هغه یې ګې تر څلویښت کلنې هم رسېدلي دی، د جګړې پر مهال زېږدلي دي.

خو زه له زړه نه خفه یم، له سترګو مې اوښکې څاڅي، خپل زړه ته ډاډ نشم ورکولی، ذهن مې نشم تسلي کولی او په مغزو کې مې د مایوسۍ فکرونه غځونې کوی.

هغه متل دی چې مار خوړلی له پړي هم ډارېږي، مونږ څو ځله له یوې سوړې چیچل شوي یو، د دغه تړون لاس لیک ماته ما ته هغه وخت را یادوي، چې له نن نه دری لسېزې وړاندې د شوروي فوځیانو د وتلو په موخه په ژینو کې لاسـلیک شوی و، چې له امله یې افغانستان په بشپړه ډول کورنۍ جګړې ته ور ټیل وهل شو، هغه وخت هم لکه د اوس په څیر د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه کلیمه هم نه وه ذکر شوې او د افغانستان راتلونکی افغانانو ته پرېښودل شوی و، ننی تړون کټ مټ د همغه تړون کاپي ده،  امریکایان به د تړون له مخې ووزي او یا به خوندي وی، خو افغنان به یوې بلې خپل منځي جګړې ته ورننوزي.

د ژینو د تړون بر مهال هم افغانان څنډې ته شوي و او تړون د پخواني شووروي اتحاد او پاکستان تر منځ لاس لیک شوی وه،  په ننی تړون کې هم د افغانانو لویه برخه یانې د افغانستان حکومت او ملت څنډې ته شوي دی او دا تړون د امریکا او طالباو تر منځ لاس لیک لېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې موخه دوحې ته غوښتل شوی، چې مننه ترې وشي، چې طالبان یې له امریکا سره خبرو ته کښېنولي دی.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو حضور څرګندوي، چې په حقیقت کې تړون د پاکستان او امریکا ترمنځ لاس لیک کېږي.

د افغانستان حکومت چې د جګړې یو اړخ دی، څنډې ته پرېښودل،  د دې څرګنده ونه کوي چې نړۍ او بې رحمه ګاونډیان غواړي مونږ بېرته اویایمې لسېزې ته بوزې، طالبان هم د پخوانیو مجاهدینو په څیر وایي،  چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي،  دوی دا حکومت د امریکا لاس پوڅی بولي، مجاهدینو هم د هغه وخت حکومت د شورویانو لاس پوڅی باله،  چې پایله یې جګړه او ولس وژنه شوه.

زه په یوې داسې تولنې کې ژوند کوم،  چې دا خبره له چاسره نشم شریکولی، که مې شریکه کړه، څوک به مې د سولې دوښمن بولي، څوک به مې جکړه پلوی بولي او څوک به مې د امریکا او نورو جاسوس،  الله دې وکړي چې زما تحلیل غلت ثابت شي او زما اندېښنې بې ځایه وي.

خو دا تړون ماته د افغانستان د بربادۍ تړون ښکاري.