کور / راپور / زابل کي طالبانو پر افغان ځواکونو حملې کړي دي

زابل کي طالبانو پر افغان ځواکونو حملې کړي دي

د زابل ولایت مرکز کلات ښار په بیلابیلو سیمو کي وسله والو د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو حملې کړي دي.

د زابل والي ویاند ګل اسلام د جګړې پخلی کوی او وایې چي جګړه کي یو ملي پولیس ژوبل دی او جګړه پای ته رسیدلې ده.
خو یوه امنیتي سرچینه بیا وایې چي په دې جګړه کي ۴ پولیس ژوبل سوي دي.

وسله والو طالبانو د هیواد په نورو ولایتونو کي هم څو دقېقې مخکي د پولیسو پر امنیتي پوستو حملي کړي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.