کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه اندېښنه لري

د بشري حقونو کمېسون د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه اندېښنه لري

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسون د هغه څه په هکله اندېښنه څرګنده کړې چي ويل کېږي د سولي د خبرو لپاره پنځه زره طالب زندانيان خوشي کېږي.

د بشر د حقونو کمېسون وايي، چي ښايي په دې پنځه زره کسانو کي ډيری هغه کسان وي چي ملکي وګړي يې وژلي او د بشر د حقونو څخه يې سرغړونه کړې وي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني ويلي، چي د طالب زندانيانو د خوشي کولو مساله په افغان حکومت پوري اړه لري او تر هغو به خوشي نه سي ترڅو چي طالبان د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

د بنديانو د خوشي کېدو په هکله د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي: “په دې موقف کي تر اوسه تغير نه ‌دی راغلی، د بندیانو د خلاصون مسئله مهمه ده چي ورباندې د افغانانو په منځ کي به خبرې وسي خو د هغه ترڅنګ مهمه ده چي له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په اړه وضاحتونه وسي، د نشه‌يي موادو په قاچاق او کرنه کي د طالبانو رول مشخص سي او طالبان هوکړه وکړي چي دایمي اوربند به کوي، تر هغه وروسته به د بندیانو په اړه هم د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ په خبرو کي بحث وسي.”

دا پر داسي مهال ده چي ټاکل سوې د مارچ پر ۱۰ نېټه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبري پيل سي.