کور / تازه خبرونه / ټرمپ د ملابرادر اخند سره تیلفوني خبري کړي دي

ټرمپ د ملابرادر اخند سره تیلفوني خبري کړي دي

 

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایې چي د امریکا جمهور رئیس ډونالډټرمپ له محترم ملا عبدالغني برادر سره تلیفوني خبري وکړې.
نوموړی زیاتوي چي نن مازیګر د دوحې په وخت ۵ بجي ۴۰ دقیقې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسلامي امارت له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر سره ۳۵ دقیقي تلیفوني خبرې وکړې
په دې خبرو کي چي د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او ډاکتر زلمی خلیلزاد هم حاضروو، محترم ملا برادر اخند
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس لمړی را بطې ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي
زه د افغانستان د اسلامي امارت او افغان ولس په نمایندګي په پوره باور سره ویلای سم چې که د امریکا متحده ایالات له موږ سره په سوې توافقنامه عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولرو.
ملا برادر اخند ورته وویل:
ښاغلی جمهور رئیس!
تاسي له افغانستان څخه د خارجي ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړیکو کي له قاطعیت څخه کار واخلئ او چاته اجازه مه ورکوئ چي د سوي هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.
نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.
د مجاهد په وینا؛ ملا صاحب وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای سي په كړيو توافقاتو دي عمل وسي، چي سر تاسري سوله راسي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن سي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي:
خوشحاله یم چې تاسې سره خبري کوم، تاسې قوي خلک یاست او ډیر ښه هیواد لرئ او زه پوهیږم چې تاسې د خپلي خاوري لپاره جنګیږی، موږ ۱۹ کاله هلته وو او دا ډیره اوږده موده ده، اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.
ولس مشر ټرمپ زیاته کړه:
زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري سي.
نوموړي وویل موږ به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه کې پوره برخه واخلو.
د دواړو طرفونو تر منځ د شوې توافق نامې د عملي کولو په برخه کې هم اوږدې خبرې سوي.