کور / #PTM / د پي ټي ایم جرمني څانګي خبرتيا

د پي ټي ایم جرمني څانګي خبرتيا

د پښتون ژغورنې غورځنګ جرمني څانکې مشرتابه بلنلیک او خبرتیا !
د جرمني پښتون ژغورنې غورځنګ نوی مشرتابه په هانوور ښار کې خپله دويمه صوبايي کمېټه د يوې ټاکنيزې غونډې په ترڅ کې پرانېزي.
له دې کبله په بریمن او هانورو ښارونو کې مېشت پښتنو افغانانو څخه په ډیر درنښت هیله کیږې، چې په دې مهمو ولسواکه ټاکنو کې ګډون وکړئ.
د نوې ټاکل کیدونکي صوبایې کمېټې تشکیل لپاره د کمېټې عمومي مشر، مرستیال، اطلاعاتو، اړیکو رسنېزو او د مالي لوجستیکي چارو مشران ټاکل کیږي.
له دې ټاکنو وروسته د بريمن هانوور کميټې نوی ټاکل شوی مشر به په مستقيم ډول د جرمني پې ټې ایم کور کمېټې غړی ګرځي.
همدارنګه په دې ورځ د جرمني پې ټې ایم د مشرانو مشورتې جرګې ته به هم له دې ځايه څو درانه او مخور مشران هم ورپيژندل کیږي.
دا ولسواکه بهیر د جرمني پې ټې ایم د مشرتابه کمېټې د کاري پلان له مخې د جرمني په ټولو صوبایې کمېټو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لا ښه انسجام، فعالیت او منظم کولو لپاره تر سره کیږي او په نورو ښارونو کې به هم پرمخ روان وي.
د بریمن او هانوور ښارونو شاوخوا هره پتمنه پښتنه او هر ننګیالی افغان کولاي شي، چې د دې نوې کميټې يادو څانګو ته ځانونه نوماند کړي، څو له دې لارې په ولسواکه توګه دا ولسي ملي غورځنګ لا پیاوړی شي.
پي ټي ايم د ټولو پښتنو افعانانو ملي غورځنګ دی.
ټول پوه، ویښ په وطن مئين پښتانه افغانان پوهیږي، چې په دې پیړۍ کې د یو داسي ملي غورځنګ څخه ملاتړ د دوی فرض دی.
له تاسو ټولو پتمنوو هیوادوالو څخه په ډیر درنښت هیله کېږي، چې د خپل ملي مسووليت له مخې د بریمن هانوور صوبايي ټاکنیزه غونډه کې ګډون وکړئ او د پې ټې ایم دا ولسواکه بهیر پیاوړي کړئ.
په پښتنه مېنه مننه

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ – د بریمن هانوور کمېټه
وخت: د ماسپښین له یوې نه تر مازدیګر پنځو بجو پوري. Von 13:00 bis 17:00
نېټه 2020.03.07
پته او ځای:
‏Bantorfer Brink 61
‏30890 Barsinghausen Hannover