کور / تازه خبرونه / احسان ضيا: زابل ته يې بوديجه نه ده راكړې

احسان ضيا: زابل ته يې بوديجه نه ده راكړې

د کليو دبيا رغونې او پراختيا وزير په کندهار  کې، د بيا رغونې د ٣٦ پروژو تړونونه د پرمختيايي شوراګانو او ساختماني شرکتونو له استازيو سره ديو ې خبري ناستي پرمهال لاسليک کړل .

پردغوپروژويوسلوشپېټه ميليونه امريکايي ډالره لگښت راځي چې دنوموړي وزارت له پرمختيايي بوديجي څخه ورکول کيږي .

دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت له لوري د٣٦ پروژوله ډلي څخه  ٢٠ پروژې په کندهار او ١٦ نورې يې په اروزګان ولايت کې پلې کيږي .

دکليودبيارغاوني اوپراختياوزيرمحمد احسان ضياء د تړونونو د لاسليکولو پر مهال خبرې غونډې ته وويل چې د ٢٣ پروژو تړونونه يې د پرمختيايي شوراګانو له استازيو سره او د ١٣ نورو پروژو تړونونه يې له خصوصي ساختماني شرکتونو سره لاسليک کړل.

دنوموړي په خبره چې  د پروژو په پلې کېدا سره به دکندهارنږدې پنځوس زره  اوسېدونکيو ته د څښاک دپاکواوبو، پرکرهڼه داوبو لګولو، چاپېريال او ټرانسپورټ په برخه کې اسانتياوې برابرې شي.

دښاغلي احسان  په وينانوي پروژې  به د کندهار ولايت په ارغنداب، ارغستان،ډنډ، رېګستان او سپين بولدک ولسواليو کې او د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ، چوره او دهراوود ولسواليو کې پلې شي.

دکليودبيارغاوني اوپراخيتاوزيراحسان ضياوويل چې دوزارت له لوريي ددوکلونوپه موده کې ديوڅلوېښت ميليونه امريکايي ډالروپه مالي لښگت په  کندهار،زابل ، اروزګان، هلمند او نيمروز ولايتونوکې  د بيا رغونې پروژې  منضورکړي چې  د ٤٨٣ پروژو کار بشپړ شوى او د ٣٧٨ پروژو کار لا اوس هم روان دى.

دغه رازنوموړي وزيروويل چې په کندهارکې يې دځينوامنيتي ستونزوپه وجه دڅلوروټول کټوپرووژوکارونه ځنډېدلي چې دحل په موخه يې دکندهارله والي څخه دمرستي غوښتنه کړې .

خوپه  سويلي حوزه کې دنوموړي وزارت له لوري دپروژوپرمساوي والي باندي زياتره خلگ نيوکه کوي .

زابل چي په سويلي حوزه کې يوله ستونزمنوولايتونوڅخه دي ځايي خلګ يي دکليودبيارغاوني اوپراختياوزارت  په دې کې پړبولي چې دنوروسيموپه پرتله يي ددوي ستونزي ندي هواري کړي .

خوښاغلي احسان ضيايي په اړه وايې چې ددوي وزارت ته دزابل لپاره کوم هيواد اضافي مالي مرسته نده ځانگړې کړي
خودوى پکې له عادي بودېجې څخه ځيني پروژې پلي کړي دي .


په وينايي چې دهلمندلپاره بريتانيا،داوروزگان لپاره هالنډاودکندهارلپاره کاناډادوى ته دټول گټوپروژولپاره مالي مرستي ورکوي .