کور / تازه خبرونه / اسفنديار خان ولي خان د زرداري ملاتړ وكړ

اسفنديار خان ولي خان د زرداري ملاتړ وكړ


د عوامي نيشنل ګوند مشر د جمهوري رياست دپاره د پيپلز ګوند نائب مشر آصف علي زرداري له نوموني څخه ملاتړ وكړ.
د عوامي نيشنل ايالتي مشر افراسياب خټك په پېښور كي خبريالانو ته وويل چي د ګوند مشرانو په خپل منځي مجلس كي د پاكستان ولسمشرۍ ته د ښاغلي زرداري پر نومونه باندي هوكړه كړې ده.
د پاكستان د جمهوري رياست انتخابات چي ټاكل سوې ده د سپتمبر پر شپږمه نېټه ترسره سي په اړه يې مخكي ويل كېده چي د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان به هم ورته كانديد وي، خو اوس داسي ښكاري چي راتلونكى ولسمشر به د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري وي.
د زرداري له نوموني څخه تر اوسه د ايتلافي حكومت عمده غړي نوازشريف ملاتړ نه دئ كړى، خو ښايي د دواړو ګوندونو ترمنځ يوه معامله داسي ترسره سي، چي پيپلز ګوند ليري كړل سوي قاضيان بيرته وټاكي او نوازشريف د آصف علي زرداري له نوموني څخه ملاتړ وكړي.