زرداري: طالبان ګټونكي دي
د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري وايي طالبان په پاكستان كي ورځ تر بلي پياوړي كېږي.
نوموړى چي د پاكستان جمهوري رياست ته كانديد دئ نن يې مطبوعاتو ته وويل چي نيژدې ده پاكستان او نړيواله ټولنه په دغه هيواد كي د تروريزم ضد جنګ وبايلي.
زرداري زياته كړه چي طالبانو بغاوت كړى او يوه آيډيالوژيكه جګړه يې پيل كړې چي بايد سخت وځپل سي.