کور / تازه خبرونه / كندهار: دوه ژورناليستان او شپږ عسكر ټپيان سول

كندهار: دوه ژورناليستان او شپږ عسكر ټپيان سول


تېره ورځ په كندهار كي دوه كاناډايي ژورناليستان او شپږ عسكر د سړك د غاړي په يوه بم چاودنه كي ټپيان سول.
پېښه پرون تر غرمې دمخه د كندهار په پنجوايي ولسوالي كي د كاناډايي عسكرو د ګزمې پر يوه كاروان رامنځته سوې ده.
د كندهار په هوايي ډګر كي د كاناډايي سرتېرو وياند وايي د يوه عسكر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.
ژرونالستان هم د كاناډايي مطبوعاتو نيشنل پوسټ او كاناډين پريس خبريالان دي، چي وايي سربېرن زخمونه يې د اندېښنې وړ نه دي، او تر پانسمان وروسته يې خپلو كارونو ته دوام وركړى دئ.