کور / تازه خبرونه / راکټي بريد ١٠ کسان ووژل

راکټي بريد ١٠ کسان ووژل

دشمالي پښتونخوا په سوات ولسوالي کې دکبل په سيمه کې دشمالي پښتونخوا دولايتي جرګې يا اسمبلۍ ديوه غړي وقار احمد خان دورور پرکور نن سهار راکټي بريد وشو . پوليس وايي چې په پېښه کې دعوامي نيشنل ګوند دغړي وقار احمد خان يو ورور دوه وريرونه او اوه امنيتي ساتونکي وژل شوي دي . وسله والو طالبانو دپېښي پړه په غاړه واخيسته او دايې په سوات کې دروانو پوځي عملياتو غبرګون وباله . دعوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي دپېښ غندنه وکړه او دايې دانانيت خلاف ګام وباله