دشمالي پښتونخوا ولايتي شورا يا صوبايي اسمبلۍ نن داکثريت رايي په ورکولو سره پرېکړه وکړه چې دپاکستان راتلونکى صدر دي پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري شي . ددغې پرېکړي په حق کې پيپلز او اې اين پي ګوندونو ٦٤ رايي ورکړي او دمسلم ليګ ق ګوند يې په مخالفت کې ٤ رايي کارولي دي . دمولا نا فضل رحمان ډلي رايي نه دي کارولې . تر دې وړاندي دسند ولايتي شورا هم په اکثريت رايي سره دښاغلي زرداري ملا تړ کړى وو.