نيمرور: د کیفي او کمي څيړنیز میتود پېژندني سمينار جوړ سو
Aziz Rahman Hazim
د نیمروز ولایت د اطلاعات او فرهګ ریاست له لورې درې ورځنی سمینار “په مدیریت کې د کیفي او کمي څيړنیز میتود پېژندنه” پایته ورسید.
یاد سمینار چې د اطلاعات او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، د نیمروز د اطلاعات او فرهنګ ریاست، رییس عبدالغنی حسن، د استیناف څارنوالۍ رییس فیصل شیرزاد، د بارک خصوصی پوهنتون علمي مرستیال محمد اسحق شهباز سربیره یو شمېر مدني فعالانو، لیکوالانو، استادانو، محصلینو او زده کوونکو کډون کړی وو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلي حسن وویل: د یاد سمینار اساسي موخه د زده کوونکو او محصلینو د ظرفیت لوړونې ترڅنګ په علمي ډګر کې د ځوانانو تشویق او هڅونه ده. ښاغلي حسن زیاته کړه، چې د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوي؛ ترڅو ورته نور علمي پروګرامونه جوړ کړي او دا زمینه هر وخت ځوانانو ته برابره کړي. د نیمروز د استیناف څارنوالۍ رییس فیصل شیرزاد، د وینا پرمهال د همکاري ډاډ څرګند کړ او وویل، چې ورته سیمنارونه د ځوانانو د پرمختګ لپاره ګټور تمامیدای شي. محمد اسحق شهباز د سمینار وړاندي کوونکي و، نوموړي وویل، ما هڅه وکړه ترڅو وکولای شم په ورته سمینار کې هغه موضوعات وړاندي کړم کوم چې د کډونوالو لپاره کټور دي، او دا زموږ د ځوانانو لپاره یو ښه فرصت دی، په نورو ټولنو کې داسي علمي پروګرامونه وړیا نه وي؛ خو دلته چې وړیا یا مفت جوړېږي او ځوانان ګډون ونه کړي نو موږ مایوسۍ ته نژدې کوي. په سمینار کې د سیستان فیلم لخوا د سولې ترعنوان لاندي تمثیلي ټوټه ننداره شوه او په پای کې د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکول شوې.