کور / #PTM / د ملابهرام اخوند په شمول د پي ټي ايم ګڼ کسان د رياست له زندان څخه ازاد سول

د ملابهرام اخوند په شمول د پي ټي ايم ګڼ کسان د رياست له زندان څخه ازاد سول

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښان تېره ورځ د پنجابي رياست د وحشتونو څخه راخوشي سول.

پنجابي رياست د فبروري پر نهمه نېټه د پښتون ژغورني د معزز مشر ملابهرام اخوند په ګډون ګڼ شمېر کسان ونيول او د دروغو مقدمو په درجولو سره يې زندان ته ولېږل.

د پي ټي ايم د هڅو او کوښښونو وروسته نيول سوي کسان د ترهګر رياست له زندان څخه راخوشي سول.

په راخوشي سويو کسانو کي ملابهرام اخوند، قاسم اڅکزی او اويس خان شامل دي.

که څه هم د ذوالقرنين باچاضمانت منظور سوی وو، خو د ځينو قانوني پروسو د طی کولو لپاره لا هم په زندان کي دی او تمه ده چي په نژدې راتلونکي کي خوشي سي.