کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وعدې مو څه سوې؟ اې د ملت ښاغلو استازو !

وعدې مو څه سوې؟ اې د ملت ښاغلو استازو !

 


.” وعدې کول اسانه دې ،خو سرته رسول ېې ډېر ګران کار دې”.
کله چې مو ځانونه د ملت د استاذو په توګه وټاکل ،تاسو و خلګو ته د راېو اخېستلو په منظورډېرې غوړې او نرمې وعدې ورکړېوې که مو هېرې سوې نوې او هغه دا چې:


خلګوته به کار پېداکوو او بېکارې به ورکوو،
ښوونځۍ به جوړوو او بې سوادې به ورکوو،
د اوبو بندونه به جوړوو ، وېالې به کاږو ،شاړې مځکې به ابادوواو فراخې به جوړوو،
سرکان به جوړوو،لارې کوڅې به سموو او دوړې خنډونه به ورکوو
فابرېکې اوکارخانې به جوړوو،پردو ملکونوته به د ځوانانو تګ راتگ راکموو او ښه ښارونه به جوړوو.
اقتصادې سکتورونوته به وده ورکوو ، پانګه اچونه به تشوېقوو ،مرستې به را جلبوو او ټول وطن به سمسوروو،
پټې زېرمې به راباسو ، انرژې به زېاتوو ،برېښنا به راولو او توره تېاره به ورکوو
نرخونه به کنترولوو، ارزانې به جوړوو او بې وزلې به ورکوو،
عدالت به راورلو او بې عدالتې به ورکوو
لنډه داچې دغه……. به راولو اوهغه…….. به  ورکوو.
 


          نوکله چې مو راېې واخېستې او د ملت د استاذو په توګه وټاکل سواست او د ملت د برکته مو په غټو تنخواګانو جېبونه ډک کړل او په مجللو اپارتمانونو کې د ښه ژوند شپې او ورځې مو پېل کړې بېا هر څه جوړ سوه اووطن سمسوراو سور څېراغان سو. وعدې ټولې تر سره سوې . چې زه موړ یم ، جهان موړ دې او که زه وږې وم بېانو جهان وږې دې .


که چېرې د خبرې واصلې هدف ته راسو نو ستاسو دغو غوړو وعدو دوه اړخه درلودل:


ېو اړخ ېې داؤ چې پرته له ېوڅومحترموکېلانو څخه ډېر وکېلانو اصلاپدې خبره نه پوهېدل چې د پارلمان دنده څه ده ؟ په پارلمان کې به دوې کومې وظېفې سرته رسوې؟
خلګ هم په دې خبره نه پوهېدل او دا خبره ورته ښه روښانه نه وه چې وکېل صاحبان به کوم کارونه سرته رسوې.خو ددوې ارزوګانې داوې اودې شې ته تږې وه چې څوک به  د دوې د سوکاله ژوند د شراېط برابرکړې ؟ دا جنګ ځپلې وطن به څه ډول ابا دکرې؟ او دا سړې خوره به څوک پر ځاې کښېنوې؟ او دا ېا هغه کارونه به سرته ورسوې .خو ېو شۍ هم سرته ونه رسېدې بلکه د ورځې په تېرېدو سره نور هم شراېط مخ په خرابېدو سوه او نورهره ورځ وېنو چې د ژوند شراېط نور هم پسې خرابېږې.
 


د وعدو سرته نه رسول د سړې حېثېت او شخصېت  ته د نه منلو تاوان رسوې.


کارکول ېعنې د وعدو او ږمنو سرته رسول دې ، او څوک چې خپلې وعدې سرته نه رسوې ما نا داجې کار نه کوې .



تر ټولو بده خبره داده چې هېڅوک دخلګو په غم کې نه دې ،ېوازې ېوه شې ته ډېر ه توجه اړول سوېده او هغه دا چې ” جېب څه ډول ډک سې”. نو ېو شې په ېاد ولرې چې د وکالت دوره مو دتل د پاره نده او ډېر ژر ختمېږې او ډېر شخصې ارمانونه به مو نېمګړې پاته سې .



که مو دا خوب او خېال په ېاد وې ، خامخا د بلې دورې د پاره به بېا ځانونه ټاکې . نو پوښتنه داده چې بېا به و دې خوار ملت ته څه ډول وعدې ورکوې ؟ او د هغه امېدونه به ستاسو څخه څه وې؟


ېوه پوښتنه داده  چې د پورتنېو کارونو د  سرته  نه رسېدلو علت څه ؤ؟ ددې پسمانېو اصلې علت داندې چې ګوېا تاسو خداې دې نکړې چې د وطن سره مېنه نلرۍ اوېا مو خلګو ته درواغ وېلې دې .خبره داسې نده .اصلې علت دادې چې ددې کارونو سرته رسول ېا نه رسول د وکېلانو او ېا په کل کې د پارلمان کار ندې . ددې کارونو د پاره مسلکې دولتې ارګانونه سته چې دا کارونه باېد سرته ورسوې .


د پارلمان اصلې وظېفه داده چې قوانېن جوړ کړې او د دولتې ارګانونو دکړو وړو دپاره قانونې چوکاټونه مېنځ ته راوړې تر څوهرېو کار په خپل قانونې چوکاټ کې سرته ورسېږې او د خودسره کارونو څخه مخنېوې  وکې . ېا په بل عبارت پارلمان د دولت قانون جوړونکې ارګان دې ، نه اجراکونکې .


نو که چېرې تاسو غواړۍ چې خپل وطن ته په صداقت سره کاروکړې ، نو د خودسرېو مخه ونېسۍ او د دولت د ټولو اجرااتو لپاره قانونې چوکاټونه چوړ کړې .
ستاسو د لابرېاؤ په هېله