عارف وزیر پخپل تقریر باندې څو کارونه وکړل

د لراوبر اداره | مارچ 6th, 2020


اول : عارف وزیر وکولی شول چې پي ټي ایم کې دننه د ځینو خلکو د غیرت او اېمان وتلي چې د اکثرو اېمان نیم پاو څخه هم کم وو او د ځینو بیا بېخي زېات وو.
دوېم : عارف وزیر په خپل تقریر په پي ټي ایم کې دننه ګل خانان معلوم کړل، چې څوک واقیعي پي ټي ایم سره ولاړ دی او څوک هسې ګل خانیزم کوي.
درېم : عارف وزیر پخپل تقریر هغه منافقین هم راښکاره کړل چې صرف دې ته ناست ول چې کله به د تحریک کوم ملګری معمولي غلطي کوي او دوی به په سوشل ميډیا پروپګنډه شروع کوي.
څلورم : عارف وزیر پخپل تقریر هغه کابل مېشت طالبان او د ای ایس ای ملګري معلوم کړل کومو چې د لراوبر په نوم همېش افغان دولت ملامتاوه چې ګوندې افغان هدولت د لراوبر مخالف دی، هغوی د عارف وزیر ملاقات او ستړې مشې ته هم تراوسه رانغلل لکه ځلاند این‌‌‌‌‌‌ډ کمپنۍ ، پخوا به یې د پي ټي ایم تر ټولو سرسخته ملاتړي ځانونه معریفي کول.
پنځم : عارف وزیر پخپل تقریر د هغو جاسوسانو او شومو خلکو توطئې شن‌‌‌‌‌‌ډې کړلې چاچې غوښتل د عارف وزیر په اوږه ټوپک کېږدي او د خپل بادار په خوله پر افغان حکومت خصوصاً پر ولسمشر غني نیوکې‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړي، عارف وزیر د ولسمشر اشرف غني داسې ستاېنه وکړله چې غون‌‌‌‌‌‌ډې کې ناستو خلکو له ‌‌‌‌‌‌ډېرو چکچکو لاسونه وخوږېدل، او مقابل کې یې د دوي په ملاتړو او بادارانو داسې ‌‌‌‌‌‌ډزونه وکړل چې تر مرګه به یې یاد ساتي.
شپږم : عارف وزیر پخپل تقریر د خپلو قبائلي زده کونکو حق داسې په نره وغوښت چې له وړاندې هیچا نه وو غوښتلی، زه امېد لرم چې د قبائلو چارو وزارت به پدې برخه کې اقدام کوي.
اووم : عارف وزیر پخپل تقریر د لراوبر سپېڅلی نوم او ریشته لا مضبوطه کړله .
اتم : عارف وزیر په خپل تقریر هغو ځوانانو ته وروښودله چې د ای ایس ای له زندانونو مه ‌‌‌‌‌‌ډارېږئ او زما پشان سپين سپين وغېږئ.
هر سړی دې عارف وزیر شي، عارف وزیر دې په ګلونو کې وي.

عبدالقهار همت

https://www.facebook.com/abdulqahar.hemat.71

 

 

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024