کور / راپور / د کابل د بريد مسؤوليت داعش ډلي منلی دی

د کابل د بريد مسؤوليت داعش ډلي منلی دی

تېره ورځ د هزاره ټبر د وژل سوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلينغونډي مراسمو باندي وسلوال بريد وسو او ګڼه مرګژوبله يې رامنځ ته کړل.

په دغه مراسمو کي چي ګڼ شمېر سياسي مشرانو او دولتي چارواکو ګډون کړی وو، هغه مهال ورباندي وسلول بريد وسو چي غونډي ته محمد محقق وينا کول.

په دغه پېښه کي شاوخوا ۳۲ کسان ووژل سول او ۵۸ کسان پکي ژوبل سول.

د بريد مسؤوليت اوس داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستی دی او ويلي يې دي چي ۱۵۰ کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

داعش ډلې ویلي برید د احمد تاجکي او عبدالرحمن مهاجر په نوم دوه وسله والو کړی دی. د دې ډلې له خوا خپاره سوي انځور کې ښکاري چي د دوه کسانو په لاسونو کې وسلې او بمونه دي ، یوه خپل مخ پټ کړی او بل نه دی پټ کړی.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي بريد د يوې نيم کاره ودانۍ څخه سوی او د پېښي وروسته د افغان ځواکونو ترڅنګ برتانوي ځواکونو هم سيمي ته ځان رسولی او بریدګر يې وژلي دي.