کور / راپور / ټرمپ: افغانستان بايد خپله د ځان ساتنه وکړي، کېدای سي طالبان بيا واک ته ورسېږي

ټرمپ: افغانستان بايد خپله د ځان ساتنه وکړي، کېدای سي طالبان بيا واک ته ورسېږي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چي احتمال سته چي طالبان دي بيا په افغانستان کي واک ته ورسېږي.

نوموړي تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کي خبريالانو ته په خبرو کي ويلي، چي يو هيواد بايد د خپل ځان دفاع خپله وکړي. نوموړي د يوې پوښتني په ځواب کي چې ایا طالبان کیدای سي یو وخت واک ته ورسیږي، ولسمشر ټرمپ يې په ځواب کي وويل :“په پلان کي نه ده چي داسي وسي، خو کیدای سي داسي څه ترسره سي”.

ټرمپ همداراز ويلي: “هیوادونه باید پخپله د ځان ساتنه وکړي. تاسو کولای سئ یواځي د یوې مودې لپاره د یو کس او یو هیواد لاس ونیسئ او ملاتړ يې وکړئ.”

دا پر داسي مهال ده چي د فبرورۍ پر ۲۹ نېټه د امريکا او طالبانو ترمنځ يوه هوکړه لاسليک سوه، چي له مخي به يې طالبان پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي او په مقابل کي به امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

طالبانو ويلي، چي پر بهرنيو ځواکونو به بريدونه نه کوي، خو د افغان حکومت پرضد به جنګ ته ادامه ورکوي.