کور / راپور / پومپيو: په افغانستان کي تاوتريخوالی د منلو نه دی، سمدستي بايد کم سي

پومپيو: په افغانستان کي تاوتريخوالی د منلو نه دی، سمدستي بايد کم سي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چي په افغانستان کي تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی او سمدستي بايد راکم کړل سي.

نوموړي تېره ورځ يو خبري کنفرانس ته وويل، چي د طالبانو سره د خبرو له لاري دې نتيجې ته ورسېدو چي د يوې اونۍ لپاره بايد تاوتريخوالی کم کړل سي، خو وروسته بېرته تاوتريخوالي دوام وکړ چي دا کار موږ ته د منلو نه دی.

پومپيو وويل:  “موږ پوهیږو چي وړاندې تګ مشکل دی. موږ ددې وړاندوینه کړې وه او موږ په سمه وو. د افغانستان په ځینو برخو کې په څو تیرو ورځو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ نه دي. پرته له کوم شک څخه تاوتریخوالی باید سمدستي سولې ته د لاسرسي لپاره کم سي…ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پردغه موضوع په مستقیمه توګه د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره خبرې وکړې.”

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي دوې ورځي وړاندي طالبانو د هلمند په نهر سراج ولسوالي کي د افغان دولت پر يوې پوستې بريد وکړ او هممهاله امريکايي ځواکونو پر بريدګرو طالبانو هوايي بمبار وکړ.