کور / #PTM / د تحريکونو فطرت او پښتون ژغورني غورځنګ

د تحريکونو فطرت او پښتون ژغورني غورځنګ

ليکنه: ارشد ناصر وزير

د نړۍ په معلوم تاريخ کښې چې کله هم د تحريک يا غورځنګ په نوم اولسونه راپورته شوي دي،  نو د هغې فطرت کښې درې څېزونه  ډېر مهم وي:

اول دا چې دا د اولس يا قام د محروميو تسلسل چې کله نقطه عروج ته ورسي نو يوه نه يوه واقعه يا پېښه يې بهانه وګرځي، په کومه چې اولس يا قام د طوفان په شکل کښې راپاڅي او ظاهري موخه يې د هغې يوې واقعې يا پېښي يا ستونزي د هواري مطالبه وي، خو په پس منظر کښې يې هغه ټولې محرومۍ شتون لري چې دا اولس يا قام ورسره مخ پاتي شوی وي او د ظاهري ستونزې سره سم يې د خپلو مستقلو محروميو احساس هم په نظر کښې نيولی وي.

دويم دا چې د کومي ظاهري ستونزې يا پېښي په ترڅ کښې چې تحريک يا غورځنګ راپورته شوی وي، د هغې متاثرين د پوره اولس يا قام څه مخصوصه برخه وي. ولي ددغې مخصوصي برخې سره په تحريک يا غورځنګ کښې پوره  اولس يا قام ځکه اودرېږي چې دوی پکښې د خپلو مستقلو محروميو هواری ديا د خپلو مستقلو ګټو لټون کوي.

دريم دا چې د تحريک سر لښکر دا نه ګوري چې ماسره څوک ولاړ دي او د څه د پاره ولاړ دي؟ بلکي دوی صرف خپل افرادي قوت ورباندې زياتوي.  نه د تحريک سره ولاړ اولس د پاره دا سوال مهم وي چې تحريک د څه د پاره شروع شوی دی؟ بلکې دوی خپلې ګټې پکښې ترلاسه کول غواړي. د تحريک سرلښکر دا سوچ نه کوي چې څوک د کومي قبېلې، کوم تنظيم يا کوم ګوند سره اړه لري، يا يې په لاس کښې کومه جنډه نيولې ده. دا رنګې کوم تنظيم يا ګوند دا سوال پورته کوي چې د بل تنظيم دی او د ګوند جنډه پکښې ولې شتون لري.

دا درې مهم توکي چې په کوم تحريک يا غورځنګ کښې موجود وي نو ورته فطري تحريک ويلی کېږي. په دغه تناظر کښې چې مونږ پښتون ژغورني غورځنګ ته ګورو نو عين فطري تحريک يا غورځنګ يې ګڼلی شو.

البته که چېري د پي ټي ايم سرلښکر يا سرلښکرانو دا بنديز نه وي لګولی چې زمونږ جلسو، جلوسونو يا پرلتونو ته نورې جنډې مه راوړئ، نو زما خيال دی چې دې کښې به د زياتو جنډو رپولو د زغل په ترڅ کښې به د غورځنګ په افرادي قوت کښې نوره هم اضافه شوې وي او د غورځنګ به نور هم خپل فطرت ته نزدې شوی وي.

اوس هرکله چې په نورو جنډو د بنديز خبره راغله نو د نورو جنډو خاوندانو ته پکښې د ځان ورکېدو خطر محسوسېدی او په پي ټي ايم يې د يوې بلي جنډې لاندي د يو نوي تنظيم يا ګوند شک کېدی شي.

که څه هم پي ټي ايم په اوسني شکل کښې هم ښه کامياب او موثر دی، خو که د جنډو دغه بنديز يې نه وای لګولی نو ددې کاميابي او اثر نور هم زياتېدای شو.