کور / راپور / کرونا وايرس: هرات کي درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي

کرونا وايرس: هرات کي درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي

د عامي روغتيا وزارت وايي، چي په هرات کي د کرونا درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي.

د ياد وزارت په اعلاميه کي ويل سوي، چي د تازه شکمنو پېښو له جملې څخه د کرونا وايرس درې نوري مثبتي پېښي تاييد سوي دي.

له دې وړاندي په ټول هيواد کي د کرونا يوه پېښه تاييد سوې وه، چي هغه هم په هرات ولايت کي وه.

د روغتيا وزارت وايي، که د کرونا وايرس وړاندي احتياطي تدابير ونيول سي او خلګ د ډاکټرانو  لارښووني عملي کړي، نو ددې ناروغي د خپرېدو مخه نيول کېدای سي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چي پاکوالي ته بشپړه پاملرنه وسي او د ګڼي ګوڼي له ځايونو څخه تر خپله وسه ډډه وسي.

د کرونا وايرس چي په لومړي ځل د چين په ووهان ايالت کي سر راپورته کړ، دا مهال په نړۍ کي تر يولک زيات کسان په اخته دي او تر درې زرو پوري کسان له دې ناروغۍ څخه مړه سوي دي.