کور / راپور / امريکايي استخبارات: طالبان د سولي ماتولو پلان لري

امريکايي استخبارات: طالبان د سولي ماتولو پلان لري

اين بي سي ټلويزوني چينل د لوړپوړو امريکايي استخباراتي مامورينو له قوله ويلي، چي طالبان هڅه کوي چي د سولي د تړون ژمني ماتي کړي او د افغان حکومت پر وړاندي جګړې ته زور ورکړي.

دغه دريو استخباراتي مامورينو اين بي سي ټلوېزون ته ويلي، چي طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره تړون لاسليک کړی دی او يواځي د يادو پوځيانو تر وتلو پوري طالبان تړون ته ژمن پاتي کېږي، خو له هغه وروسته به د افغانستان د حکومت پرضد جګړه نوره هم شديده کړي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹ نېټه يو تړون لاسليک سو، چي له مخي به يې طالبان پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي، د تاوتريخوالي کچه به راټيټه وي، ترهګرو ته به پټنځايونه نه ورکوي او بين الافغاني خبرو ته به کښېني.

خو ددې تړون وروسته بيا هم پر افغان ځواکونو د طالبانو حملو زور اخيستی چي وروستۍ هغه يې د هلمند په نهر سراج ولسوالي کي پر افغان ځواکونو د طالبانو بريد وو، چي وروسته امريکايي ځواکونو هم پر طالب وسلوالو هوايي بمبار وکړ.

بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، چي په افغانستان کي تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی او سمدستي بايد راکم کړل سي.

نوموړي تېره ورځ يو خبري کنفرانس ته وويل، چي د طالبانو سره د خبرو له لاري دې نتيجې ته ورسېدو چي د يوې اونۍ لپاره بايد تاوتريخوالی کم کړل سي، خو وروسته بېرته تاوتريخوالي دوام وکړ چي دا کار موږ ته د منلو نه دی.

پومپيو وويل:  “موږ پوهیږو چي وړاندې تګ مشکل دی. موږ ددې وړاندوینه کړې وه او موږ په سمه وو. د افغانستان په ځینو برخو کې په څو تیرو ورځو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ نه دي. پرته له کوم شک څخه تاوتریخوالی باید سمدستي سولې ته د لاسرسي لپاره کم سي…ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پردغه موضوع په مستقیمه توګه د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره خبرې وکړې.”

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي دوې ورځي وړاندي طالبانو د هلمند په نهر سراج ولسوالي کي د افغان دولت پر يوې پوستې بريد وکړ او هممهاله امريکايي ځواکونو پر بريدګرو طالبانو هوايي بمبار وکړ.