کور / اقتصادي / پکتیا کي د نیالګیو کښېنولو ولسي اشر پیل سو

پکتیا کي د نیالګیو کښېنولو ولسي اشر پیل سو

د ملي بسیا بڼ ولسي اشر  میله د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کي پیل سوه، چي په ملي اتڼ او د ولس په بې‌سارې مینې او هڅونې بدرګه سوه.

د ملي بسیا بڼ ولسي اشر د لومړۍ کاري ورځې پایله کي په څمکنیو ولسوالي کي ۱۳ د چهارمغزو بڼونه مستحقو بڼوالو ته په وړیا توګه جوړ سول، چي هر بڼ په ۴۰ نیالګیو مشتمل دی.

د نوموړي ولسي اشر لړۍ به راتلوونکو ورځو کي د پکتیا ټولو ولسوالیو او پنځه ښاري واحدونو ته وغځول سي، چي د ملي بسیا بڼ د پلان له مخې په پکتیا کي ۲۰۰ د چهارمغز او بادامو بڼونه مستحقو بڼوالو ته په وړیا توګه جوړېږي. د دغو بڼونو د جوړولو لپاره ۹۰۰۰ نهه زره نیالګیو ته اړتیا ده، چي د مرستو له لارې تدارک کيږي او تر دې دمه د ملي بسیا بڼ رضاکاران توانېدلي دي چي ۲۰۰۰ دوه زره نیالګي د مرستو له لارې پیدا کړي، او د پاتې ۷۰۰۰ اوو زره نورو نیالګیو لپاره یې پر شتمنو کسانو او ټول ولس د مرستې غږ کړی دی.

د نیالګیو کښېنولو د ولسي اشر رضارکار او غړي وایي چي خپل د هېواد د ابادۍ او سمسورتیا لپاره باید له خپل حکومت او مرستندویه ادارو سره اوږه په اوږه کار وکړو او په دې کار سره د اشر فرهنګ له محوه کيدو وژغورو.

د یادولو وړ ده چي ولایتي اداره به هم سږ کال د کرنې ریاست او مرستندویه برنامو تر چتر لاندې لسګونه زره مثمر او غیر مثمر نیالګي د دې ولایت په مختلفو برخو کي وکري.