کور / راپور / خيبر پښتونخوا کي سختو اورښتونو مرګژوبله اړولې ده

خيبر پښتونخوا کي سختو اورښتونو مرګژوبله اړولې ده

د خيبر پښتونخوا به ګڼو سیمو کي له دريو ورځو سختو بارانونو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند بايللی دی او ۲۲ کسان ژوبل سوي دي.

چارواکي وايي چي په وژل سويو ټولو ۱۱ کسانو کي اته ماشومان او دری ښځې شاملې دي.

د بارانونو تونده څپه په سوات، دېر او تېمر ګره کي راغلې او د پېښور په ځينو سيمو کي هم تر ۲۰ ملي مترو پوري باران سوی دی.

راپورونه وايي، چي د همدې کورونو د نړېدو په پېښو کي په پېښور کي دوه ، چارسده کي یو او په سوات کي درې تنه وژل سوي دي. پاتې کسان د صوبې په نورو سیمو کي وژل سوي دي.

د طبعي آفتونو اداره وايي، چي کيدای سي باران تر سبا پوري دوام وکړي.