کور / #PTM / پاکستاني پولیسو د پي ټي ايم يو بل غړی ونیوئ

پاکستاني پولیسو د پي ټي ايم يو بل غړی ونیوئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډي آئ خان ملګری غزنوي مسيد د ډیره اسمعیل خان پولیسو ګرفتار کړو.

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ غړی ادریس پښتين وايي مشرتابه او ملګري دې مبارزې ته تر داسي کچي ژمن دي چي زندان خپل دوهم کور ګڼي او د ریاست د دروغجنو ايف آی آرونو او دروغجنو مقدمو پروا نلري.

د پښتون ژغورني غورځنګ د تېرو دوو کلونو راهیسي په پښتونخوا کي د مزاحمتي غورځنګ په توګه رامنځته سوی دی چي د نقیب مسید او ارمان لوڼي په نومونو دوه مبارز ځوانان د پاکستان د ریاستي ادارو او زورواکو په لاس شهیدان سول او د مشر منظور په ګډون په لسګونو غړي په بېلابېلو بهانو په زور او تشدد بندیخانو ته اچول سوي دي.